شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد دفاع وزارت له لوري د ۱۱۲ طالبانو د وژلو ادعا؛ طالبان:...

د دفاع وزارت له لوري د ۱۱۲ طالبانو د وژلو ادعا؛ طالبان: دولت شاه ولسوالي مو نیولې

تاند (پنجشنبه د ثور ۳۰) د ملي دفاع وزارت وايي د دفاعي او امنیتي ځواکونو سره په نښتو او مخامخ بریدونو کې په تېره یوه شپه او ورځ کې ۱۷۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱۲ نور ژوبل دي.

دفاع وزارت نن پنجشنبه/ د ثور ۳۰مه/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دې عملیاتو پر مهال د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه شمېر وسله والو طالبانو ته په ننګرهار، مېدان وردک، غزني، لوګر، خوست، زابل، کندهار، غور، بادغیس، فراه، هرات، بلخ، بدخشان، کندوز، هلمند، بغلان او کابل ولایتونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

دفاع وزارت وايي، د دې په خواکې هغ ۴۸ بېلابېل ډوله ماینونه چې طالبانو د په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو او افغان ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پر ځای کړي و، کشف او خنثی شول.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي، خو وايي چې د لغمان د دولت شاه ولسوالي یې نیولې ده.

د وسله والو طلبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې له افغان ځواکونو سره یې په نننیو نښتو کې د دولت شاه ولسوالۍ او د امنیه قوماندانۍ د ودانۍ په ګډون یو شمېر مهم ځایونه له افغان ځواکونو نیولي او اوس د دوی په ولکه کې دي.

د لغمان والي رحمت الله یارمل هم نن سهار رسنیو ته ویلي و چې دولت شاه ولسوالي له تېرو څو ورځو راهیسې د طالبانو له لوري محاصره وه چې نن سهار ترې امنیتي ځواکونو تکتیکي شاتګ وکړ او ولسوالي د طالبانو لاسته ولوېده.

خو د لغمان امنیه قومنداني وايي چې په دولت شاه ولسوالۍ کې له وسله والو طالبانو سره د افغان ځواکونو ځای ځای جګړه روانه ده او ولسوالۍ نه ده سقوط شوې.

د امنیه قومندانۍ ویاند شفیع الله افغان یار ویلي، افغان ځواکونه د مقاومت په حال کې دي او ډېر ژر به د وسله والو مخالفینو بریدونه په شا وتمبوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب