د ښار مېشتو وردګو کوچنی اختر
څلورمه برخه
ګل آغا احمدي وردګ
په دې کې شک نشته چې وردګ قوم یوازې د وردګ ولایت په څلورګونو ولسوالیو (جغتو، سیدآباد، چک او دایمرداد جلګه) کې هستوګنه نه لری بلکي د افغانستان په مختلفو ولایتونو او لویو ښارونو کې هم ګڼ شمېر وردګ اوسېږي، د هېواد د نورو وروڼو قومونو سره د افغاني او اسلامي ورورګلوۍ د بنسټونو په اساس نږدې اړیکې لري، د خپلو فرهنګي آرونو په ساتلو سره سره د ټولنې په عامو دیني، مذهبي، کلتوري او ټولنیزو مراسمو کې برخه اخلي او د خپلې هستوګنې په محل کې یې تل خپل مقام ثابت کړی دی. لکه څنګه چې وردګ قوم پخوا په کلیو کې د کوچني اختر رنګین مراسم درلودل او اوس یې هم لري، په همدې توګه ښار مېشتي او په نورو ولایتونو کې هستوګن وردګ وګړي هم د اختر ځانګړي مراسم لري. په هغو ولایتونو، ښارونو او ټولنو کې چې د وردګ قوم وګړي د افغانستان له نورو قومونو سره نږدې هستوګنه لري، د هغوی سره یو ځای نه یوازې د اختر مراسم بلکي د ژوند نور اساسات هم په ورته توګه پالي. خو په هغو سیمو او ولایتونو کې چې د وردګ قوم ګڼ شمېر وګړي په یو ځای یا د یو کلي په بڼه هستوګنه لري، د ژوند په ټولو چارو کې په بشپړه توګه د خپلو وردګي اصولو پاللو ته ژمن دي، خپله ژبه او کلتور یې ساتلی او کوچنی اختر په ورته توګه نمانځي لکه په تېرو لیکنو کې یې چې یادونه و شوه. د همدې سلسلې د دې برخې منځپانګه هغو وردګ وګړو ته ځانګړې شوې ده چې په پلازمېنه کابل کې مېشت دي، په خپلو اصیلو بنسټونو سربېره یې د کوچني اختر د نمانځنې یو لړ نوي مراسم رامنځته کړي دي چې دلته په لنډه توګه بیانېږي.
اختریز دسترخوان
په ښارونو کې مېشت وردګ او په ځانګړي توګه کابل مېشتي وردګ د کابل د نورو ښاریانو په څېر د مېلمنو د استقبال لپاره په خپلو کورونو کې د کوچني اختر داسې دسترخوان یا مېز جوړوي چې د اقتصادي توان سره سم په رنګارنګ وچه او لمده مېوه ښکلی شوی وي. هرو مرو به دغه ډول د مېوو دسترخوانونه اوس مهال د وردګ ولایت د څلورګونو ولسوالیو په مېشتو وګړو کې هم دود شوي وي خو پخوا یې دا ډول دسترخوانونه نه جوړول او په کلیو کې دود نه وو بلکي کله به چې مېلمانه راغلل نو هغوی ته به یې مېوې او خواږه په پشقابونو کې را واخیستل او د خپلو مېلمنو استقبال به یې وکړ. باید وویل شي چې د اختریز دسترخوان د جوړولو لګښتونه نسبت عادي حالت ته زیات دي او د کور خاوند مجبورېږي چې رنګارنګ وچه او لمده مېوه د خپل اختریز دسترخوان لپاره تامین کړي.
اختریز چای
د ولایتونو او ښارونو په سطحه د وردګ قوم وګړي په عامه توګه جمعي اختریز چای نه لري بلکي یوازې هغه وردګ وګړي جمعي اختریز چای له اصلي وردګي دود څخه په یو څه توپیر لري چې له یو بل سره نږدې اوسېږي، مشترک جومات لري او شاید په ټولنیز ترکیب کې یې د افغانستان د نورو قومونو وګړي هم وي. خو په دې اختریز چای کې هغه وردګي دود چې د وردګو د څلورګونو ولسوالیو په وګړو کې دی، په بشپړه توګه د تطبیق وړ نه دی او نه مراعات کېږی. په همدې توګه اختریزه ډوډۍ د ښار مېشتو وردګو تر منځ یا خو بېخي نشته او که چېرې د ځینو وګړو تر منځ د اختریزې ډوډۍ سیستم موجود وي نو په بشپړه توګه به متفاوت وي او د وردګو له اصلي دودونو، کتغ او سیستم سره به هرو مرو توپير کوي.
کورونو ته تلل
په ولایتونو او ښار مېشتو وردګو کې هم یو بل ته د کورونو تلل دود دي خو په دومره پيمانه نه دي لکه د وردګو په کلیو کې چې وګړي یو د بل کورونو ته ورځي او له یو بل سره په ټولنیزو اړیکو کې نږدېوالی لري. په ولایتونو او ښارونو کې د مېشتو وردګو زیات شمېر کسان یوازې هغو کورونو ته ورځي چې د خپلوۍ، دوستۍ، خېښۍ یا آشنایۍ اړیکې ورسره لري. خو په کلیو کې داسې دود دی چې عام وګړي په کوچني اختر کې په زیات شمېر د یو بل کورونو ته ورځي او ټولنیزې اړیکې یې نسبت ښارونو ته زیاتې وي. یا په بله مانا په کلیو کې ژوند د یوې کورنۍ حیثیت لري او کلیوال وګړي که په خپل منځ کې خپلوي لري یا نه له یو بل سره نږدې اړیکې پالي او په اختریزو مناسبتونو کې د یو بل کورونو ته ورځي.
اختریزه غونډه
ځینې کابل مېشت وردګ له ۱۳۸۱ هجري لمریز کال څخه را وروسته تر ۱۴۰۰ هجري لمریز کال پورې د نارینه وو لپاره اختریزه غونډه جوړوي شاید دغې غونډې ته یوازې د ګوتو په شمېر ځینې پېژندل شوې او تعلیم یافته ښځینه وردګې هم ورشي. دغه غونډه چې بنسټ یې د غازي محمد جانخان کلتوري ټولنې اېښی وو او څو کاله د همدې ټولنې په نوښت په کوچنیو او لویو اخترونو کې جوړه شوه، په کابل کې د وردګو د قومي عالي شورا په رامنځته کېدو سره یې د جوړېدو چارې همدې ټولنې ته و سپارل شوې. دغه ډول غونډې په ۱۳۹۹ هجري لمریز کال پرته چې په کابل ښار کې د کرونا وبا د خپرېدو وېره وه، په نورو کلونو کې په مسلسل ډول د لوی او کوچني اختر په دویمه ورځ جوړې شوې دي. دغه راز غونډې لومړۍ د کابل ښار د ودونو په لویو سالونونو کې جوړېدې چې وروسته کانټننټل هوټل او له هغه څخه وروسته د ځینو مشرانو شخصي مېلمستونونو ته انتقال شوې. د دې غونډو ښه والی په دې کې وو چې یو زیات شمېر نارینه مشران او د مختلفو پاړکیو وګړي به پکې راټول شول، له یو بل سره به یې و لیدل او له یو بل سره به یې د زړه خواله وکړه. همدارنګه د غونډې جوړونکو به یې خدمت وکړ، چای، خواږه او مینه به یې ورته تقدیم کړه. له بلې خوا د دې غونډو په لړ کې به زیات شمېر کابل مېشتو وردګو له یو بل سره د اختر د مبارکۍ تر څنګ کله کله په مختلفو مسائلو ګټور بحث هم وکړ. د دې راز غونډو لګښتونه یو شمېر وردګ مشرانو ورکول چې د تقدیر وړ دي او خدای دې هغو شخصیتونو ته لوی اجر ورکړي چې دغه راز غونډې یې تمویل کړې او بیا یې هم د تمویل چارې په غاړه اخلي. همدارنګه په دې راز اختریزو غونډو کې به کله کله د وردګو د اختریز کلتور په هکله هم ګټورې خبرې کېدې او د دې تر څنګ به یو نیم شعر ویلو ته هم اجازه ورکول کېده چې په خپل ځای کې د تقدیر وړ دي. د دې غونډو هغه اړخ چې ګوته ورته نیول کېږي دا دی چې زیاتره وخت به له خپلې اصلي اجنډا څخه بلې خوا ته لاړې او کله کله به یې د داسې یو ناخوښ سیاسي او ټولنیز کنفرانس شکل غوره کړ چې په غونډه کې به د زیاتو را ټول شوو وګړو لپاره په زړه پورې نه وو. په دې راز اختریزو غونډو کې به زیات شمېر اشخاصو علاقه درلوده چې اوږدې اوږدې ویناوې وکړي او ځینې داسې مسائل مطرح کړي چې زیاترو کسانو ته به په زړه پورې نه وې او ځینې کسان به خپه شول. همدارنګه غونډ شوي خلک به مجبور وو چې ساعتونه ساعتونه په دې راز غونډو کې کښېني او له اجنډا څخه بهر ناخوښې او حیرانونکې ویناوې واوري. یوه بله لویه نقیصه چې په دې غونډو کې تر سترګو کېده هغه دا وه چې د دې غونډو د تصمیمونو د اجرا کولو لپاره به هېڅ راز تعقیبي پروګرام نه وو او زیاتره خبرې او تصمیمونه به د غونډې په ځای کې له کومې ګټورې پایلې پرته په هوا کې پاتې شول. همدارنګه د دې غونډو یو بل اړخ چې د حیرانتیا سبب ګرځېده دا وو چې په مجموعي توګه یې په تمویل کې ټولو کابل مېشتو وردګو برخه نه اخیسته او نه یې دغه کار ته چندان علاقه څرګندوله څو د دې موخې لپاره د کابل مېشتو وردګو تر منځ یو داسې مشترک مالي صندوق جوړ شي چې ټول وردګ په مساویانه توګه برخه پکې واخلي او د سهم اخیستلو مسئولیت یې یوازې څو اشخاصو ته محدود نه وي. همدارنګه څو کاله دغه غونډه په مشابه نوم د کابل ښار په دوو مختلفو ځایونو کې تر سره کېده چې زیاتره کابل مېشتي وردګ له دې کار څخه نا خوښه وو او هیله یې درلوده چې باید د اختریزې غونډې د جوړېدو مسئولیت یوازې هغه اړخ و لري چې په کابل کې یې د دې راز غونډو د جوړېدو بنسټ اېښی او د هغه د تدویر مدېریت ور په غاړه دی.
مشرانو ته ورتګ
یو شمېر کابل مېشتي وردګ علاقه لري چې د کوچني او لوی اختر په ورځو کې له اختریزې غونډې څخه وروسته د هغو مشرانو کورونو ته په ټولیزه بڼه ورشي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت په دولت کې (د وزیرانو، معینانو، والیانو، لویو منصبدارانو او داسې نورو) په سطح لوړ لوړ موقفونه او مقامونه لري. د دې لیدلو څخه موخه دا وه چې له هغوی سره د اختر د مبارکۍ تر څنګ په یو لړ مسائلو هم لنډ بحث وکړي او د روانو چارو په اړوند د هغوی له دریځ څخه ځان خبر کړي چې دا کار په خپل ذات کې ښه کار وو او ښه کار دی. لازمه ده چې د دې چارې د ښه مدېریت لپاره کابل مېشتي وردګ او په ځانګړې توګه د وردګو قومي عالي شورا مخکېنۍ اجنډا او د بحث وړ ټکي و لري څو له مشرانو سره یې مطرح کړي. که مسائل مطرح هم نه شي، په منظمه توګه او د مشخصې اجنډا له مخې له مشرانو سره د افرادو لیدل او له هغوی سره اختر مبارکي د دې کرښو د لیکوال په نظر ښه کار دی او باید دا کار نور هم بنسټیزه بڼه غوره کړي.
غزلیز ماښام
یو شمېر کابل مېشتو نارینه وردګ ځوانانو په دې وروستیو څو کلونو کې د کوچنی اختر په لومړۍ ورځ د شپې له خوا داسې اختریز ماښام جوړاوه چې په هغه کې به د اختر مبارکۍ، شعر، غزل، ټوکو ټکالو، تفریحي پروګرامونو، تمثیلی پارچو او داسې نورو ته ځای ورکول کېده. په دې برخه کې هم د هغو وردګ مشرانو څخه مننه په کار ده چې دغو ځوانانو ته یې په خپلو هستوګنځیو، دفترونو او شخصي محلونو کې د اختریز ماښام د تدویر فرصت برابراوه. دغه غزلیز ماښام هم په ۱۳۹۹ هجري لمریز کال کې د کرونا وبا د خپرېدو له وېرې په دواړو اخترونو کې نه دی جوړ شوی.
نوټ: د ګڼو هڅو سره سره دا حقیقت باید په ګوته شي چې دغې لیکنې د وردګو د کوچني اختر ټول مراسم په خپله منځپانګه کې نه دي را اخیستي او زموږ په ټولنه کې به په دې اړوند هرو مرو نور مسائل هم وي چې باید د ټولو په همکارۍ لیکنې بڼه غوره کړي او و څېړل شي. دغه لړۍ په همدې ځای پای ته و رسېده. تاسو قدرمنو ته د خوشحاله اختر په هیله، خدای پاک مو په دنیا او آخرت عزتمن لره، عبادتونه مو قبول شه، راتلونکی کوچنی اختر مو مبارک شه. مننه