دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: په برېښنا شرکت کې ژورو کادري اصلاحاتو ته اړتیا ده

ولسمشر غني: په برېښنا شرکت کې ژورو کادري اصلاحاتو ته اړتیا ده

تاند (چهارشنبه د ثور ۲۹) ولسمشر اشرف غني وایي په برېښنا شرکت کې ژورو کادري اصلاحاتو ته اړتیا ده.

ښاغلي غني دغه خبره سه شنبه ناوخته/ د ثور ۲۸مه/ د برېښنا شرکت له مسؤلینو سره د ناستې پر مهال وکړه.

د ارګ په خبرپاڼه کې د ولسمشر له قوله راغلي چې پروژې باید ګړندۍ شي، د شرکت اړوند ټولې چارې ډیجیټالي شي او خلکو ته پر وخت برېښنا ورسول شي.

ولسمشر غني داسې مهال د برېښنا شرکت له مسؤلنو سره ګوري، چې په وروستیو نژدې درې اونیو کې د برېښنا ۱۳ پایې د نامعلومو کسانو له خوا په بمونو الوځول شوې او چپه شوې دي.

د برېښنا پایو تر الوزولو وروسته د افغانستان د برېښنا شرکت له امنیتي ارګانونو او خلکو وغوښتل چې د دې پایو په ساتنې کې همکاري وکړي.

دې شرکت ویلي چې دغه ۱۳پایې د کابل په ۱۷مه ناحیه، کلکان ولسوالۍ، د پروان په ځنګل باغ سیمه، ننګرهار، کاپیسا، بغلان او کندز ولایتونو کې په ماینونو الوځول شوي دي.

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، افغانستان له ګاونډي هېواد ازبکستانه ۴۶۰ میګاواټه برېښنا پېرلې چې یوازې ۳۰۰ میګاواټه یې کابل ته ځانګړې شوې ده.

افغانستان د برېښنا په برخه کې خپله ۷۰ سلنه اړتیا له ترکمستان، تاجیکستان، ازبیکستان او ایران څخه د وارداتي برېښنا او په سلو کې ۳۰ فیصده یې بيا د کورني تولید له درکه پوره کړې ده.

1 COMMENT

  1. د برښنا پایو الوځول یو غیر اسلامي ، غیر اخلاق او له وطندوستي نه لرې عمل او ملي خیانت دی ، مهمه نه ده چې له خپل وطن او هېوادوالو سره دا ظلم څوک کوي ؟
    معمولا د عام المنفعه تاسیساتو او بیت المال سره خیانت د ټالبانو او په هغوی پورې اړوند ډلو ټپلو کار وي . د هغوی په صفونو کې د رڼا او نور سره د ضدیت او د تورتم د دوام لپاره ناپوهه کسان راټول شوي دي ، چې نه غواړي د افغانستان خلک له دغه الهي نعمت نه ګټه پورته کړي .
    له بلې خوا د پخوانیو مجاهدینو او د نظار شورا ځینې عقده ایی کسان د افغانستان له پرمختګ او له دولت سره د مخالفت له امله کله کله خپل زړونه د برښنا پر پایو یخوي . ولس او امنیتي مسوولین دعامه تاسیساتو د ساتلو لپاره باید یو بل ته لاسونه ورکړي او ملي خاینان په عام مظهر کې مجازات شي چې د نورو دعبرت سبب وګرځي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب