پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهافغان حکومت وايي د استانبول غونډې ته پوره چمتووالی لري؛ طالبان غلي...

افغان حکومت وايي د استانبول غونډې ته پوره چمتووالی لري؛ طالبان غلي دي

تاند (چهارشنبه د ثور ۲۹) د افغانستان حکومت وايي، د سولې په تړاو په ترکیه کې د جوړېدونکې غونډې لپاره د چمتووالي هڅې ګړندۍ شوي، خو معلومه نه ده چې طالبان به په کې ګډون وکړي که نه.

د حکومت او طالبانو مرکچي پلاویو له یوې اوږدې مودې وروسته تېره جمعه ناسته وکړه او ویل کېږي چې په دې ناسته کې د استانبول غونډې پر چمتووالي بحث وشو، خو لا یې هم د جوړېدو نېټه نه ده معلومه.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت سلاکار عزیزالله فضلي وايي، دوحه کې د وروستۍ غونډې پر مهال تر ډېره حده ښکاره شوه چې د طالبانو پلاوی به د استانبول په غونډه کې برخه واخلي.

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردک ویلي چې د استانبول په غونډه کې د دوی د ګډون په هکله لا کوم پرمختګ نه دی شوی.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ هم ویلي چې افغان حکومت د استانبول د غونډې لپاره چمتوالی چټک کړی او په کې په فعال ډول ګډون کولو ته تیار دی.

که څه هم ولسمشرۍ ماڼۍ د دې ناستې د دایرېدو مشخصه نېټه نه ده په ډاګه کړې، خو وايي چې کار پرې روان دی.

ټاکل شوې وه د افغان سولې په تړاو د استانبول غونډه د تېرې اپرېل میاشتې په ۲۷مه پیل شي، خو د طالبانو د نه ګډون له امله وځندول شوه.

سره له دې چې د افغان د سولې پروسه او په قطر کې د پیل شویو بین الافغاني مذاکراتو برخلیک له یوه ګونګ حالت سره مخامخ شوی دی، هممهال له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پیل شوی دی.

د ولسمشر بایډن د پرېکړې له مخې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د مې پر لومړۍ نېټه پیل شوي او د سپټمبر تر ۱۱مې به بشپړ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب