جمعه, مارچ 29, 2024
Homeمقالېکوټ ،کهول او او اړوند نومونه  

کوټ ،کهول او او اړوند نومونه  

حبیب الرحمن رحیمي||

کوټ

د دې کلیمې مانا کلا را وځي خو د کلي په مانا هم تعبیریږي؛ په سیمه کې د کوټ، کلا، کول ،کهول، کټیالي او کوډۍ نومونه هم په نیمه یا پوره بڼه د کليو د نومونې سره مله دي چې په ټوله کې د کلي مانا ورکوي چې لامل به یې نن څخه نیمه پېړۍ وړاندې به د کلي ټولو خلکو په یوه کلا کې چې تر جریب ځمکې به هم زیاته وه، د اړتیا له مخې یوځای اوسېدل خګه چې کورنیو د وګړو شمېره هم کم وه، بلخوا د ډول ډول پېښو ته د رسېدنې لپاره ښه تیاری و، د یوالي انګېزه یې را پاروله، د باور فضا یې منځ ته راوړې وه خو زیاتره ځایونه به د کلا کونجونو مختلف شمېر مینارونه لرل همدا مینارونه وو؛ چې ځوانانو جوړول او ساتل، د کلا ګانو د ښایست ترڅنګ د ځان اوهېواد د ساتنې مورچلونه  وو، چې ترې هرڅه به پېژندل کېدل، کنترولېدل اوڅارل کېدل خوپه بېړنیو وختونو کې به یې خالي پرېښودل د خاورې او وطن سره  نه جبرانېدونکې ګناه وه.

کهول 

بلخوا د دې کلیمې مانا کهول هم راځي چې په اوس وخت کې  کورنۍ ترې موخه ده خو هغه وخت چې اوه نسله وړاندې یا پخوا له دې کلاګانې تازه رغول شوې وې معمولا به یوه یا څو کورنۍ وې چې له یوه پلار څخه په څانګو وېشل کیږي، زما له انده که چېرې هغه کورنیو ټولګې ته چې په یوه نیکه کې سره یوځای کیږي کهول وویل شي د بېلګې په ډول یو پلار دری زامن لري چې دری کورنۍ د کهول له مخې یو شمېرل کیږي ښه به وي.

څرنګه چې اوس هغه درې چې پخوا د کهول یا کول په نامه یادېدلې چې د زړې پښتو یا سانسګریت کې کورنۍ مانا ترې مراد ده تریوه ځایه دا سمه ده  چې اوس دا ټول کلي او استوګن ځایونه د خېل وروستاړي لري ځګه چې د کورنیو زیاتوالی تر کلیو رسېدلی دی نو له همدې مخې د خېل په زیاتوالي سره چې زیاتې کورنۍ په کې رانغاړي ور زیات شوی دی. 

کټیالی

کټیالی چې اصلي بڼه یې کوټیالی ده چې د کلیمې د جوړښت له مخې به د کوټ او یال څخه جوړشوی وي چې کوټ به د کلا او یال به ویال یا ویاله د څو حروفو په لنډون دا نوم سره پېیل شوي وي، د اوبو د غاړې کلا سره به سمون وخوري بل څه د سترګو لیدلی حال بیا هم دا وايي ټول هغه کلي چې د کوټيالي په نوم سره نومول شوي دي چې د خوړنو او سیندونو په غاړه دي لکه د وردګ ولایت د جغتو د ګلدرې کوټيالی او د لغمان د الیشنګ کوټیالی او نور دي.

کوډۍ 

د وخت په اوږدو کې د انساني نسل پيداښت او ډېرښت د پراختیا په حال کې دی؛ همدا څه دي چې د خپل ژوندانه د تېرېدو لپاره ډېرې طبعي سرچینې له منځه وړي، کور په کې جوړوي چې د کورونو پراختیا بیا کوډۍ ته رسیږي کومه چې د کوټ له کلیمې څخه رابېله او د کوټۍ اوښتې بڼه ده چې دې واړه کلي مانا ورکوي چې دلته ځینې د کلي د نفوس د کوچینوالي او ځینې نور د نوم له مخې کوډۍ بلل کیږي او د لږڅه زیاتې پراختیا په صورت کې په لوی کلي بدلیږي چې د کوډۍ نومونه د وردګو ولایت په بېلابېلو سیمو کې شته چې د هماغه سیمې د کوډۍ په نامه یادیږي لکه د شيخ اباد کوډۍ، د مسجد کوډۍ، د یفتلې کوډۍ او نور دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب