Homeخبرونهحنیف اتمر او فیصل بن فرحان د افغانستان او فلسطین په وضعیت...

حنیف اتمر او فیصل بن فرحان د افغانستان او فلسطین په وضعیت خبرې وکړې

تاند (سه شنبه د ثور ۲۸) د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر شاهزاده فیصل بن فرحان سره تلیفوني خبرې کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او د افغان سولې پر روان بهیر بحثونه وکړل.

په بیان کې راغلي چې ښاغلي فیصل بن فرحان په دې ټلیفوني مکالمه کې له ښاغلي اتمر سره ژمنه وکړه چې د افغانستان د سولې له بهیر سره به هر اړخیزه همکاري کوي او په دې لټه کې دی چې په افغانستان کې روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي.

د بیان له مخې، دواړو لوریو همدا راز ټینګار وکړ چې په خپلو کې به اقتصادي، سیاسي او فرهنګي اړیکې پراخوي.

په دې مکالمه کې د فلسطین پر روان وضعیت او د اسراییلو پر وحشتونو هم خبرې شوې او ټینګار شوی چې ملګري ملتونه باید دلته روان خونړي وضعیت ته د پای ټکی کېږدي.

دا خبرې داسې مهال کېږي چې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال په ډېرو ولایتونو کې د جګړې لیکې تودې شوي چې هره ورځ د درنې مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کېږي.

د افغانستان حکومت طالبان د دغه تاوتریخوالي لامل بولي.

افغان چارواکي وایي، د طالبانو د بریدونو لومړنۍ څپه یې شنډه کړې، خو په خبره یې که دغه وسله وال بریدونو ته نور هم زور ورکړي، ځواب یې ویلی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...