Homeخبرونهامریکا د ځان د ژغورلو لپاره نورو هېوادونو ته واکسین ورکوي

امریکا د ځان د ژغورلو لپاره نورو هېوادونو ته واکسین ورکوي

تاند ( سه شنبه ، د ثور ۲۸مه) د امریکا ولسمشر جو بايډن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د امریکا د خوندي کولو لپاره د نورو هېوادونو خوندي کول اړین دي.

د بایډن په خبره له همدې امله په پام کې لري، چې د نړۍ نورو هېوادونو ته هم د کورونا ضد واکسین ورکړي.

بایډن وایي، چې په راتلونکو شپږو اونیو کې به نورو هېوادونو ته د ۸۰ میلیونه ډوزه واکسینو صادرات پيل شي.

امریکا داسې مهال د دې واکسینو د وېش خبر ورکوي، چې تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان له شتمنو هېوادونو غوښتي وو، چې له اړمنو سره د کورونا واکسین په برخه کې مرسته وکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي وو که شتمن هېوادونه له اړمنو سره مرسته وکړي نو په دې توګه به دغه وبا د نړۍ له مخه ورکه شي.

اوسمهال هند په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی، چې د کورونا درېیمې څپې سخت تر اغېز لاندې راوستی او ورځ تربلې په کې پيښې ډېرېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...