تاند ( سه شنبه، د ثور ۲۸مه) د جلال آباد ښار اتمه ناحیه بهسودو پله ته څېرمه نن سهار نهه بجې د پولیسو پر رېنجر موټر ماین چاودنه کړې.
عیني شاهدانو له تاند سره په خبرو کې ته وویل، چې په دې چاودنه کې یو پولیس وژل شوی او د یوه ملکي وګړي په ګډون ۲ تنه نور ټپيان دي.
امنیتي چارواکي پېښه تائیدوي او وایي چاودنه د اتمې حوزې د آمر پر موټر شوې ده.
د امنیه قومندانۍ ویاند فریدخان وایي، په دې پېښه کې یو پولیس ټپی شوی دی.
نوموړی وایي د پېښې په تړاو پلټنې پيل شوي.
د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا یا کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په جلال اباد ښار کې هدفي وژنو او بمي چاودنو یوځل بیا زور اخیستی او عام خلک له امنیتي ادارو غوښتنه کوي، څو د دا ډول پېښو مخنیوی وکړي.