یکشنبه, مې 19, 2024
Homeکلتورسینماد بالیووډ د مخکښو اداکارانو کورني او اصلي نومونه

د بالیووډ د مخکښو اداکارانو کورني او اصلي نومونه

تاند ( سې شنبه، د ثور ۲۸ مه ) د بالیووډ مخکښ اداکاران چې په کومو نومونو مشهور دي، ترڅنګ یې ځېنې کورني جالب نومونه هم لري.

نوم که څه هم پر ټولنیز ژوند ژور تاثیر لري خو ډیری خلک یې بیا د وخت په تېرېدو هم د مختلفو دلایلو له کبله تغیروي.

د بالیووډ ځېنې مخکښو اداکارانو هم خپل کورني لومړني نومونه تغیر کړي او زاړه نومونه یې خورا جالب دي.

سني لیون: مشهوره اداکاره سني لیون چې دې وروستیو کې بالیووډ ته راغله او کم وخت کې یې ډېر شهرت وموند، اصلي نوم یې کرن جیت کور دی، خو په فلمونو کې د کار پیلولو سره يې خپل نوم سني لیون کړ، چې اوس په همدې نوم پېژندل کېږي.

کترینه کیف: نیمه فرنچ او نیمه هندۍ اداکاره کترینه کیف چې کله زېږېدلې وه، نو کترینه تورکوت نوم پرې مور و پلار ایښی و، تورکوت د هغې د مور د نوم برخه وه، چې وروسته کترینې بیا خپل نوم له کترینه تورکوت څخه کترینه کیف ته بدل کړل، کیف د هغې د پلار د نوم برخه وه او دا کار يې له دې امله وکړ، چې فکر يې کاوه، په باليووډ کې به يې د نوم دا دویمه برخه څوک په اسانۍ ونه شي ویلی.

سري ديوي: د بالي ووډ فلمونو سوپر سټاره او مشهوره پخوانۍ اداکاره سري ديوي هم پوره نوم شري اما یانګر ایاپم دی، هغه وایي د نوم ویل يې ګران و، ځکه يې خپل نوم سري ديوي ته کوچنی کړی و، چې په همدې نوم مشهوره وه.

ملیکا شراوت: نوموړې چې کله وزېږېده نو مور و پلا پرې ریما لامبا نوم کېښود، خو کله چې فلمي نړۍ ته راتلله، نو پلار يې ورسره مخالفت ښکاره کړ او ورته يې وویل، که فلمونو ته ځي، نو د هغې کور او نوم به پرېږدي، چې وروسته بیا نوموړې د یوې ملګرې په مشوره ملیکا شراوت نوم کېښود، چې اوس په همدې نوم مشهوره ده.

تبو: د باليووډ دا مخکښه او باصلاحیته اداکاره تبو چې اوس هم مجرده ده، خپل پوره نوم يې تبسم فاطمه هاشمي دی، هغې د خپل نوم د لومړۍ برخې څخه يوازې  تبو نوم اخیستی او په همدې نوم باندې پېژندل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب