سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونههرات ولایت کې درېیو تولیدې فابریکو پر فعالیت پیل وکړ

هرات ولایت کې درېیو تولیدې فابریکو پر فعالیت پیل وکړ

تاند ( سې شنبه، د ثور ۲۸ مه ) د هرات ولایتي چارواکي دې ولایت کې د درېیو تولیدو فابریکو د فعلیت د پیلېدو خبر ورکوي.

د دغه ولایت د صنایعو او کانونو خونې رییس حمیدالله خادم وایي چې پر یادو درېیو تولیدي فابریکو لس میلیونه ډالر پانګوونه شوې ده.

نوموړی زیاتوي چې په دغو فابریکو کې درمل، پنیر، بیسکویټ او د کیک ډولونه جوړېږي.

د نوموړي په وینا، په دغو فابریکو کې به ۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

خادم همدارنګه له نورو هېوادونو د خوراکي او نورو توکو رالېږد او روانه جګړه د پانګوونې په مخ کې ستر خنډونه یاد کړل.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سوداګرۍ خونې ویلي، روان سیاسي حالت او د جګړو دوام د دې لامل شوی چې ۵۰۰ پانګوال خپلې پانګې له هېواد څخه بهر وباسي.

خو د دې هر څه سره سره دې وروستیو کې د هېواد له ډیری ولایتونو څخه د دا ډول فابریکو د پرمختګ راپورونه ورکول کیږي.

عام افغانان هم په هېواد کې د دا ډول تولیدو فابریکو جوړېدو ته خوښ دي او له پانګوالو غواړي څو په خپل هېواد کې پانګونې ته دوام ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب