یکشنبه, مې 19, 2024
Home+پاك غاښونه د زړۀ د ناروغيو امكان كموي

پاك غاښونه د زړۀ د ناروغيو امكان كموي

تاند- د غاښونو د پاكولو او برسولو د ګټو په باره كې تر اوسه پورې ډېرې خبرې شوې دي خو په دې لړ كې يوه نوې او مهمه خبره په برلين كې د عمومي ميكروبيولوژۍ د ټولنې په غونډه كې د برستول پوهنتون استاد ډاكتر هارواد جينكسن وكړه. هغه وويل چې اوس طب دا مني چې د غاښونو نه برسول او پاك نه ساتل د زړۀ د ناروغيو يو لوى او مستقل عامل دى.

   د ملګرو ملتونو د روغتيا اداره يا ډبليو، ايچ، اوو وايي چې تر بلې هرې ناروغۍ د زړۀ د ناروغيو په وجه ډېر كسان مري. د دې ادارې له اټكل سره سم، هر كال په نړۍ كې اوولس ميليونه كسان د زړۀ د ناروغيو په وجه خپل ژوند له لاسه وركوي. د دې ناروغيو په لويو او اصلي عواملو كې د سګريټو څكول، چاغوالى او د وينو كليسترول يادېږي خو اوس طب دا منلې ده چې د غاښونو ناپاكي او نه برسول هم د زړۀ د سكتو او حملو يو مستقل عامل دى.

په یاده غونډه كې وويل شول چې خولۀ ممكن د انسان د بدن تر ګردو ناولى ځاى وي. ځكه دلته تر اووۀ سووه ډوله ډېرې باكترياوې ځاله كولاى شي. د دغو ميكروبونو يو لوى شمېر بدن ته ضرر نۀ لري، يو شمېر خو يې ګټور هم دي، مګر يو برخه يې بدن ته ضرر پېښوي او دغه ضرري باكترياوې ممكن د زړۀ د خطرناكو ناروغيو سبب شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب