سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهعربستان ته د افغانستان صادرات دوه برابره ډېر شوي

عربستان ته د افغانستان صادرات دوه برابره ډېر شوي

تاند ( سې شنبه، د ثور ۲۸ مه) سعودي عربستان ته د افغانستان صادرات په بې سارې ډول ډېر شوي او د تېر په پرتله په کې دوه برابره زیاتوالی راغلی دی.

عربستان کې د افغانستان سفارت وایي، د کرونا وبا محدودیتونو سربېره، د ۲۰۱۹ کال په پرتله په ۲۰۲۰ کال کې سعودي عربستان ته د افغانستان صادراتو له ۱۰۰ سلنې ډېره وده کړې ده.

له دغه سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې صادراتو کې د افغانستان زعفرانو، وچې مېوې او قالینو ډېره ونډه درلوده، چې د هوايي دهلېزونو له لارې له افغانستان څخه سعودي عربستان ته صادر شوي دي.

دغه سفارت زیاته کړې چې افغان سوداګرو د ۲۰۱۹ز کال په پرتله په ۲۰۲۰ز کال کې سعودي عربستان ته دوه برابره صادرات لرلي دي.

د سعودي عربستان رسمي شمېرې ښيي چې افغان سوداګرو په ۲۰۱۹ز کال کې د ۱۳،۲۸ میلیونو ډالرو به ارزښت صادرات لرل، خو دا شمېره په ۲۰۲۰ ز کال کې ۲۸،۵۶ میلیونه ډالرو ته لوړه شوې ده.

د سرچینې په وینا، ټاکل شوې په روان میلادي کال کې دا شمېره تر ۴۵ میلیونو ډالرو واوړي.

سعودي عربستان ته د افغانستان صادرات تر ډېره قالین، زعفران، وچه میوه او دې ته ورته توکي تشکیلوي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم افغان چارواکو، هند، ترکیې او یو شمېر اروپايي هیوادونو د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي خبر ورکړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب