جمعه, مې 3, 2024
Home+هره ورځ: زما ټولګی او ټولګیوال ... (۶)

هره ورځ: زما ټولګی او ټولګیوال … (۶)

رحمت شاه فراز ||

HRM یا د بشري منابعو مدیریت په دې خبرې کوي چې د یوې ادارې یا ارګان دننه انسانان (کار کوونکي) په څه ډول اداره، مدیریت او کنټرول کړی شي، تر څو هغه اداره یا ارګان خپلو ټاکلو موخو او اهدافو ته ورسېږي. د بشري منابعو په هکله زما فکر دا وو چې له بشري منابعو مراد انسان نه، بلکې د انساني بدن غړي لکه لاس، پښې، ماغزه، ذهن او داسې نور دي. خو کله مې چې له خپل لېکچرار څخه پوښتنه وکړه، نو ویې ویل چې په دې ځای کې له بشري منابعو څخه مراد پخپله انسان دی. خیر زما ګمان او حقیقت اخیر دومره فرق نه سره نیسي. زما فکر جزء ته تللی وو، خو خبره په کل کې وه.

پورته د HRM د لېکچرار خبره یاده شوه. یاد ښوونکی جلا، ځانګړی، بې مثله او بې مثاله شخصیت لري. کله چې خبرې کوي، نو د هندوانو یو ستر مبلغ (شري شري رام ورما) را یادېږي. ورو-ورو خبرې، نیمی په انګلش، نیمی په پښتو، نیمی په دري او کله نا کله لږ او ډېره د اردو مرچ او مصالحه هم ورسره ګډه کړي. د استاذ په ټول مخ کې پوزه ډېره څرګنده او رسا برېښي. زموږ د یوه ملګري خبره چې کله په دروازه راننوځي، نو لومړی يې پوزه را ننوځي او بیا دی ورپسې را دننه شي. اخلاق یې د ستایلو دي؛ هلکانو ته چې ګوري نو خاندي، خو کله چې د نجونو خوا ته وګوري، نو نرۍ او خوږه مسکا یې په شونډو خپره شي. فکر کوم له رڼا سره خو يې بیخي ډېره جوړه ده.

زموږ په ټولګي کې درې نجونې دي. د دوو په هکله مې ډېرې خبرې وکړې. اوس به لږ په دریمې رڼا واچوو. دریمه ټولګیواله مې سفینه نومېږي. سفینه په عربي ژبه کې کښتۍ ته ویل کېږي. کښتۍ په اوبو کې ګرځي او آبي مخلوق دی، یانې له وچې سره یې سر و کار نشته. سفینه هم همداسې ده، د سفینې لپاره خپله ذهني نړۍ د سمندر د اوبو په څېر ده، چې هلته ښه پکې خوشاله وي، خو په ټولګي کې تر ډېره ساکنه وي. خوږه او شیرینه نجلۍ ده، له هر چا سره په ډېره خوږه لهجه خبرې کوي. د شجرې په څېر دا هم درۍ (دري ژبې) ده خو د شجرې پرخلاف په یوه شخصي ښوونځي کې استاذه هم ده. د کابل له اوسني بدني دود سره سم، د سفینې ونه هم ډېره ټیټه او بدن يې له ډېرې نازکۍ له باد سره یوې، بلې خوا ته زنګېږي. د ښایست نوم او نښان هم پکې نشته. خو انسان خپله ښکلا لري، او فکر کوم چې د سفینې لپاره هم د خپل انسانیت ښکلا بس ده. خیر؛ د لوستونکو مخ ته دې پرده وي، دا ظاهري ښایست هم لږ و ډېر ښه شی وي. سفینې ته چې ګورم نو فکر کوم چې رحمان بابا همداسې یو څوک لیدلې چې دا شعر يې له خولې راوتی:

څه شول هغه ښکلي، ښکلي خلک

د انګلش له تدریس وروسته، له ټولګي راووتلم او نېغ دفتر راغلم. په دفتر کې مې واټسپ پرانیست. اوس به مو زړه کې ګرځي چې د سیدا خان او رڼا د مینې داستان به درته وکړم. خو باید ووایم چې په زړه مو لویه تیږه کېږدئ، ځکه نن یې حوصله نه لرم.

په واټسپ کې مې د آغلې شجرې پروفایل را پیدا کړ. د سلام علیکم پیغام مې ور واستاوه. بیا مې د انګلش هغه کتاب ورته ولېږه چې ټاکلې وه موږ به يې لولو. له هغې خوا هم د سلام ځواب راغی، په دري ژبه یوه تشکرې هم وشوه. ځان مې کلک نیولی وو چې زه باید اضافي خبرې ورسره ونه کړم، هسې نه بل فکر وکړي. خو په واټسپ کې مې د دې پروفایل ته کتل چې څه به وخت په زرغون لیک ولیکل شي: typing…. لس دقیقې وروسته، همدا زړه خوشالوونکې کلمه ولیکل شوه. پیغام يې راته ولېږه چې په دې کتاب مې هېڅ سر خلاص نه شو.

– نو دا مشکل دې الله حل کړه … خور جانې.

بس نو! په دوهم پیغام کې رانه خور شوه. نور به څه وو! د مولانا بسمل شعر په خندانه خوله راته کتل:

ښکلی مې څنګ ته کېناست، پاڅېدمه

ســــــــخته بې ځایه بزرګي مې وکړه

بې ځایه بزرګي خو رانه شوې وه، خو البته یو علت هم لري چې زه به يې بل وخت درته ووایم. اوس به مو د سریال د یوې بلې صحنې نندارې ته کېنوم.

پورته مې وویل چې نن د رڼا او سیدا خان د مینې داستان ته حوصله نه لرم. هسې یوه ټوکه مې وکړه، تاسو لکه چې جدي ونیوله. د هغوی داستان زما پخپله هم ډېر خوښېږي. له سیدا خان سره تر خبرو وروسته داسې نهايي پرېکړې ته ونه شوم رسېدلی او هغه د کندهاریانو خبره ((بارا سر مې پر خلاص نه شو)). نو رڼا ته مې مخ ور واړاوه. د رڼا واټسپ هم جوړ شوی وو. په ټولګي کې مې رڼا او شجرې ته وویل چې موږ درې واړه (زه، رڼا او شجره) به د واټسپ یو ګروپ جوړ کړو او هلته به مجلس سره کوو. دواړه ومنله. دفتر ته راغلم، واټسپ ګروپ مې جوړ کړ. لومړی پیغام مې ولیکه. لږ ځنډ وروسته، شجرې هم سر را ښکاره کړ. رڼا لږ ځنډ وباسه خو په پای کې د هغې څرک هم ولګېده. خبرې پیل شوې. هاخوا، دېخوا موضوعاتو ته کتنه او لیدنه وشوه. ورو مې په رڼا ور غږ کړل:

زه: رڼا جانې، داسې کومه خبره خو به نه وي چې له ما نه دې پټه کړې وي؟

د یادونې وړ ده چې شجره په دې خبره وه چې زه په دې خبر یم چې د سیدا خان او رڼا ترمنځ کومې کیسې تېرې شوې.

شجره: هو رښتیا وايي، کوم څه که وي، خو ویې وایه.

رڼا: نه، زه هېڅ داسې څه نه لرم چې پټ یې کړم.

زه: نه، بیا خو هم کوم څه به وي چې ویلي به دې نه وي.

رڼا: شجرې، دا رحمت شاه څه وايي، زه خو يې په خبره نه پوهېږم.

شجرې نېغ موضوع ته ور ودانګل:

– د سیدا خان موضوع به یادوي.

رڼا: اوف، ډېر سخت نفرت ترې لرم. هغه خو مې ډېر بد راځي.

زه: سمه ده، خو ټوله کیسه راته وکړه چې موږ هم پوه شو.

شجره: هو رښتیا وايي.

رڼا: سیدا ټولو ته ویلي چې زه ورسره مینه لرم، دا او ها؛ له ځانه يې خبرې جوړې کړې. ما ورته وویل چې زه نامزاده یم، له ما نه څه غواړې؟

زه: رښتیا!! ته …

… نور سبا ته …

ماخذونه:

۱- زما فکر

۲- ټولګیوال هلکان

۳- ټولګیوالې نجونې

۴- زما ښوونکي

۵- زما مضامین

۶- و امثالهم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب