تاند (سه شنبه د ثور ۲۸) د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، چین د افغانستان د سولې له بهیر څخه پوره ملاتړ کوي.
د ملي امنیت شورا دوشنبه ناوخته د یوه بیان په خپرولو سره ویلي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره ټلیفوني خبرو کې وویل چې چین یو خپلواک او یو موټی افغانستان غواړي.
په بیان کې د چین د بهرنیو چارو وزیر له قوله راغلي: “چین یو خپلواک، مقتدر او یو موټی افغانستان غواړي او په افغانستان کې د روانې جګړې ختمولو ته یوازېنۍ مناسبه حللاره سیاسي جوړجاړی دی.”
د ملي امنیت شورا وايي چې دواړو لوریو تروریزم یو ګډ ګواښ وباله او په وړاندې یې د دواړو هیوادونو پر ګډې مبارزې هم ټینګار وکړ.
د بیان له مخې وانګ یې زیاته کړه چې چین به په افغانستان کې د سولې لپاره په سیمه ییزه کچه خپلې هڅې پراخې کړي.
سرچینه وايي چې حمدالله محب وویل، “افغانستان هیله من دی ټولې هڅې سولې ته د طالبانو د مجبورولو لپاره وکارول شي. له دې جملې د ملګرو ملتونو له لوري پر طالبانو بندیزونه یادولای شو، دغه راز د چین وړتیا ګټوره وبلل شوه.”
د چین هیواد تر دې مخکې هم د افغانستان د سولې له بهیر څخه د خپلو همکاریو په اړه ډاډ ورکړی و.
دغه هیواد تر دې مخکې د ترویکا هیوادونو په چهارچوب کې په افغانستان کې د طالبانو د نوي اسلامي امارت د رامنځته کېدو له څرګندونو سره مخالفت کړی و.
د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د روانې ثور میاشتې په لومړیو کې د امریکا کانګرس ته وویل چې له دغه هیواد څخه د امریکايي او ناټو سرتیرو تر وتلو وروسته د افغانستان د نورو ګاونډیانو ترڅنګ چین هم کولای شي د افغان سولې بهیر او نورو پراختیايي برخو کې مرسته وکړي.