سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeروغتیاد شاتو ګټې

د شاتو ګټې

تاند  –  روغتیا پوهان وایي، شات چې یوه تر ټولو غوره او سنتي غذا بلل کیږي د انسان وجود ته د نورو ګټو ترڅنګ په درملو کې هم کارول کیږي.

دوی وایي، له ډېرې پخوا زمانې راهیسې شات د دې لپاره چې د میکروب ضد خاصیت لري، په سنتي طب کې ترې د ټپونو د درملنې لپاره کار اخیستل کېده.

د معلوماتو له مخې، د شاتو په اړه چې په دې وروستیو کې کومې څېړنې شوې دي، ښيي چې شات د ټپ منځ ته د بکتریا د داخلېدو مخه نیسي؛ ځکه دا د بکتریا د ژوندي پاتې کېدو لپاره هغه اړینه مرحله ده چې په پایله کې یې ټپ میکروبي کېږي.

د پوهانو په وینا، د هغې څېړنې پر اساس چې د انګلستان د مایکرو بیولوژي په کنګره کې تر سره شوې، په ګوته کېږي چې شات د ناسور ټپونو د درملنې لپاره ګټوره ماده ده چې د انتي بیوتیکو پر وړاندې د بکتریاوو مقاومت له منځه وړي.

پوهان همدا راز زیاتوي چې شات کولای شي چې باکتریاوې د انتي بیوتیکو پر وړاندې حساسې کړي او همدا حساسیت یې د له منځه تلو سبب ګرځي.

څېړنې دا هم په ګوته کوي چې د ټپونو د درملنې لپاره له انتي بیوتیکو سره د شاتو کارول نسبت یوازې ضد میکروبي داروګانو ته ګټور تمامېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب