Homeخبرونهناپېژاندو وسله ‌والو په خوست کې د یوې کورنۍ ۴ غړي وژلي

ناپېژاندو وسله ‌والو په خوست کې د یوې کورنۍ ۴ غړي وژلي

تاند ( سه شنبه، د ثور ۲۸مه) د خوست امنیتي سرچینې وایي، چې تېره شپه ناپېژاندو وسله ‌والو په دې ولایت کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي دي.

ځايي خلک وایي، دا پېښه د متون په رش کلي کې پېښه شوې  او په وژل‌ شويو کسانو کې یو ماشوم هم شامل دی.

د پېښې لامل لا نه دی معلوم خو د ځایي خلکو په خبره  دغو کسانو له هېچا سره دښمني نه لرله او نه یې هم په حکومت کې دنده درلوده.

دوی له حکومت نه د دې پېښې د عاملینو د نیولو غوښتنه کوي.

د خوست چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د دې پېښې مسوولیت هم تر اوسه چا نه دی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...