جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهچارواکي: د طالبانو د پاکستاني غړو جسدونه خپلو کورنیو ته ولېږل شول

چارواکي: د طالبانو د پاکستاني غړو جسدونه خپلو کورنیو ته ولېږل شول

تاند (دوشنبه د ثور ۲۷) د ننګرهار سیمه ییز مسؤلین وايي چې د طالبانو د دوو پاکستاني غړیو مړي خپلو کورنیو ته ولېږل شول.

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر نن دوشنبه/ د ثور ۲۷مه/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا دوه پاکستانیان د طالبانو په لیکو کې جنګېدل چې تېره ورځ د دې ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې ووژل شول.

د خبرپاڼې له مخې دا مړي د سرې میاشتې له لوري پاکستان ته ولېږل شول څو خپلو کورنیو ته وسپارل شي.

مسؤلین وایي په دغه برید کې ۹ افغان طالبان هم وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.

1 COMMENT

  1. په حصارک کی خو سپیان کم ندی هغوی ته به یی اچولی وو د سپیانو ګیډې خو به مړې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب