دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهله خوست هوايي ډګر څخه لومړنۍ ازمایښتي الوتنه

له خوست هوايي ډګر څخه لومړنۍ ازمایښتي الوتنه

تاند (دوشنبه د ثور ۲۷) د خوست له نړیوال هوايي ډګر څخه د نړیوالو پروازونو د پیل په موخه د باختر لومړنۍ ازمایښتي الوتنه تر سره شوه.

د خوست مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې دا الوتنه د ولسمشر غني په لارښوونه د نړیوالو پروازونو د ترسره کېدو په موخه نن دوشنبه/ د ثور ۲۷مه/ ترسره شوه.

د خوست والي تورن جنرال مهمند کټوازی وايي، دغه هوايي ډګر مجهز ترمېنل لري چې ډېر ژر به افتتاح شي.

د مسؤلینو په خبره، باختر هوايي شرکت هڅه کوي څو له خوست څخه کابل او بیا نورو هېوادونو ته الوتنې تنظیم کړي.

د باختر الوتنې رئیس احمد مسلم خرم وايي دا مهال کابل او نورو هېوادونو ته د الوتنو ارزونه پیل شوې.

د ملکي هوايي چلند ادارې د معلوماتو له مخې، دغه هوايي ډګر په پنځو پړاوونو کې بشپړ او د یو میلیارد او ۸۸۹ میلیونه افغانیو په لګښت ددغې ادارې له پرمختیايي بودیجې څخه جوړ شوی دی.

د خوست هوايي ډګر د جوړولو کار په ۱۳۹۰ کال کې پيل شو او د جوړولو موخه یې د هوايي ترانسپورت په برخه کې د آسانتیا برابرول او له مرکز او نورو ولایتونو سره د خوست ولایت د اوسېدونکو د ارتباط ټینګښت بلل شوی دی.

1 COMMENT

  1. وحید
    خوستوالو ته مبارکی وایم. خو دغه بی خبره خبریالان او نوی په چوکیو ناستو ته خپه یم چې تراوسه تاریخی نومونه، دملی موسساتو نومونه، ادارات او داسی نور نه پیژنی او نه یی لیکلای شی. وروسته تر اریانا افغان هوایی شرکت د باختر افغان الوتنه مشهور شرکت و زیاتره پروازونه بلکی ټول یی دهیواد دننه و کله جی دربانی اداره راغله ددغه شرکت الوتکی یی کباړی ا و و پلورلی نو ددغه شرکت نوم هم ورک شو، اوس چی بیافعاله شوی نو اصلی نوم باندی باید یاد شی له تاندهیله کیږی دا موضوع باربار یاده کړی چی ددی شرکت نوم باختر افغان الوتنه ده ډیر مغرضین او ایرانیان او پاکستانیان غواړی د( افغان) او (الوتنه) دوه سپیڅلی کلمی ورڅخه لری کړی، ملی ژورنالیستان باید دغه شرکت په خپل اصلی نوم یاد کړی دژورنالیستانو توجه دی برخی ته رااړوم له حکومته خطا ده تاسی ملی مقدسات وساتی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب