شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+د روغتیا نړیوال سازمان: اوږده کاري ساعتونه وژونکي دي

د روغتیا نړیوال سازمان: اوږده کاري ساعتونه وژونکي دي

تاند ( دوشنبه، د ثور ۲۷مه) د روغتیا نړیوال سازمان په یوه تازه رپوټ کې ویلي، چې په کلني ډول زرګونه کسان د اوږده کار له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د کورونا وبا له کبله ښایي دا وضعیت نور هم خراب شي.‌

د یاد سازمان د څېړنې پر اساس په هرو لسوکسانو کې یو کس په اونۍ تر ۵۵ ساعته ډېر کار کوي.

دا رپوټ د خپلې بڼې لومړنۍ نړیواله څېړنه ده او له پایلو یې جوته شوې چې په ۲۰۱۶ کال کې ۷۴۵۰۰۰ کسان د عصبي ټکان یا د زړه ناروغیو له کبله مړه شوي وو،‌ او لامل یې ورځ کې له اندازې ډېر کار کول ښودل شوي.

جیان د پوهنتون استاد په دې اړه ویلي: «موږ وموندله چې په اونۍ کې ۵۵ یا له دې څخه زیات کار کول انسان له ګڼو ګواښونو سره مخ کولی شي. د زړه ناروغي پیدا کولی شي. موږ سره په دې څېړنه کې ۳۴۰۰۰۰ تنو د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ګډون کړی. خو موږ وموندله چې ۵۵ کاري ساعتونه په اونۍ کې مغزي سکته پيدا کوي او ورځ بلې ته دا ناروغي په زیاتېدو ده.»

څېړنه ښيي، چې په ۲۰۱۶ کال کې ۴۸۰ ميلیونه کسان په ټوله نړۍ کې په اونۍ کې له ۵۵ ساعتونو ډېر کار کوي او د قرنتین له پيل نه په ځینو هېوادونو کې لس سلنه  کار نور هم زیات شوی دی.

په څېړنه کې د فرانگ پگاه په نوم  یو تخنیکي مامور په دې اړه وایي: « که موږ په اونۍ کې ډېر کار وکړو نو ژور خپګان به پيدا کړو او ډېر به ګټور تمام نه شو، موږ باید خپل کاري ساعتونه مناسب کړو نه زیات.»

د کمپيوټر کيبورډ کې لاس وهل او په ساعتونو د دفتر پر څوکۍ کیناستل هغه انځور دی، چې ډېرو ته عادي کار ښکاري او ترسره کوي یې، خو د وروستیو څېړنو پر اساس دا ډول اوږود مهاله کار انسان له مرګ سره هم مخ کولی شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب