شنبه, اپریل 27, 2024
Home+د خوشحال خان بند، د مغلو پر وړاندې وسله وال پاڅون

د خوشحال خان بند، د مغلو پر وړاندې وسله وال پاڅون

تمه برخه

استاد شهسوار سنګروال

خوشال خان خټک پداسې حال کې چې نورالدين جهانګير د هند په نيمه وچه کې واکمني درلوده په ۱۰۲۲ هـ ق (۱۶۱۳ زکال) وزېږېد .

خوشال خان د خانۍ په کور کې روزل شوی وو. مغلي پاچا جلال الدين اکبر، اکوړخان د خټکو د قبيلې مشر ټاکلی و او دا سرداري تر خوشاله را ورسېده.

کله چې دی د پښتنو مشر وټاکل شو نو شا جهان هم دی په خانۍ ومانه.

«له ۱۶۴۰ ز کال نه وروسته يانې کله چې دی د خټکو سردار شو، شاه جهان ته يې ډېر خدمتونه وکړل. خوشال خان نه يوازې د مغلو د واکمنۍ په خاطر له پښتنو سره وجنګېد بلکې په ۱۶۴۱ ز کال د «کانګړې» په جنګ کې هم د شاه جهان په ګټه جنګېدلی دی.»([1])

لوی خان په ۱۶۴۵ ز کال د بلخ او بدخشان جګړو کې هم ونډه اخستې وه او نږدې و چې د سړو او ولږې له امله مړ شوی وی. نوموړي دارنګه لسګونو جګړو کې د شاه جهان د واک لپاره برخه اخستې. خو کله چې شاه جهان ومړ، د اورنګ زېب د واک په مهال د کابل سوبدار، خوشال خان پېښور ته را وغوښت بندي يې کړ.

پېښور کې له څه مودې وروسته هند ته واستول شو، چې بيا تر ۱۶۶۶ ز کال ډيلي کې بندي وو. کله چې له رنتبور Ranthambhor زندان نه ازاد شو، بيا هم نظربند وه .په پای کې پښتونخوا ته راغی او د مغلوالو په وړاندې ودرېد.

خوشال خان خټک د پير روښان د پېر ولېدلی بيرغ بيا را جګ کړ او د يوه ملي پاڅون لپاره يې مټې را ونغاړلې.

خوشال خان په ځنې پښتنو سيمو لکه تيرا، سوات اونوروسيموکې لکه مومندو، اتمان خېلو، يوسفزو، خټکو او يو شمېر نورو پښتنو قومونو سره وليدل او بيا يې له سوات نه يو لوی لښکر ترتيب کړ او په شهباز ګړی کې مغلي ځواکونو سره سخته جګړه وکړه.

همدا رنګه د نورو قبايلو په ملګرتيا (ساپيو، مومندو، اپرېديو، شينوارو…) چې په دغه مهال کې اېمل خان او دريا خان د دې قومونو مشري په غاړه درلوده هم پاڅون پيل شوی و.

مغلي چارواکي په دې لټه کې شول چې خوشال خان بېرته دلاسه کړي، ولې کومه ګټه يې ونه کړه .

که څه هم اورنګ زېب لاپخوا پخپله خوشحال خان ته ويلي وه،

چې پښتونخوا کې د ستونزو او لانجو لامل په څه کې ګورې؟ نوموړي ورته پرته له ځنډه وويل چې د دې پېښو لامل پخپله امير خان دی.

اورنګ زېب خوشال خان ته ډاډ ورکړ، چې امير خان به ګوښه کړم، ولې تر هغې تاسو چا ته مه وايی، چې مهابت خان را رسېږي.

مهابت خان چې راغی نوبيا يې هغه ته کړل:

«بادشاه وفرمايل چې خوشحال بې ګناه ازار ډېر څکولی دی هغه به يې په خاطر کښ نشته.»([2]سره د دې هم خوشال خان پرېکړه کړې وه چې:

د افغــــان په ننګ مې وتړله تــوره

ننګيالی د زمانې خوشحال خټک يم

کله چې مغلي چارواکي په دې پوه شول، چې نوموړی نور نه غواړي چې د دوی په چوپړ کې وي، نو بيا يې د ده خپل زوی بهرام دې ته وهڅوه چې د پلار په وړاندې ودرېږي.

ګورګاني حاکمانو نه يوازې بهرام د خوشال په وړاندې ولمسوه بلکې د اېمل خان وراره عبدالرحمن او د دريا خان ورور تاتار خان يې هم ولمسول چې د مغل چارواکو په خدمت کې ودرېږي.

د پښتنو د دغو درې واړو مشرانو اتلولي، هغه مهال څرګنده شوه چې محمد امين خان يو شمېر پوځيان د حسين بېګ په امر کونړ ته واستول او د ده څو تنه عسکر د ساپيانو لخوا په دې نوم ووژل شول، چې يوې ساپۍ ښځې ته يې په سپکه کتلي وه. نو بيا محمد امين خان په ډېر غضب او غوسې د کابل په لور حرکت وکړ.

له محمد امين خان سره په دغه سفر (۱۶۷۲ ز) کې:

«د مومندو ملکان، د اورکزو يو شمېر مشران او همدا رنګه خوشال خان د مجبوريت له مخې ملګري وو. داسې ښکارېده چې خوشال خان، د برمتې په څېر په زور بېول کېده.»(3

کله چې محمد امين خان او پوځونه يې د خيبر له علي مسجد نه تېر شول د لېواړکي شاوخوا ورته خيبريانو نيولې وه.

د اېمل خان او دريا خان په مشرۍ جنګيالو د مغلو په پوځ رڼا ورځ توره شپه کړه او محمد امين خان په تېښتې سره ځان پېښور ته ورسوه. ولې د ده ښځه، مور، خور، لوڼې او د ده يو شمېر پوځيانو کورنۍ، پاچاهي خزانه او نوره پوځي شتمنۍ د پښتنو جنګياليو لاس ته ورغله او د مغلو زرګونه پوځيان په دغه جګړه کې له مينځه لاړل.

محمد امين خان له دندې ګوښه شو او په ځای يې بيا محبت خان والي وټاکل شو. نوموړي بيا خوشال خان ته ليک واستوه چې دی وګوري.

خوشال خان مهابت خان ته د يوه ليک په ترڅ کې وکښل، چې زه نور د مغلو له کړو وړو نه ستړی شوی يم.

اورنګ زېب په ۱۶۷۴ ز کال د پښتونخوا په لور وخوځېد، خوشال خان خټک او اېمل خان په همدغه وخت کې د نوښار په کلا بريد وکړ او د مغلو ځواک يې اوبه کړ. خوشال خان خټک دې پرېکړې ته لا د مخه رسېدلی و چې اټک ونيسي او د مغلي پوځ مخه ډب کړي. خو يو شمېر پښتنو ملکانو ورسره و نه منله.

«ملکان د مهمندو ما لره راغله بايزيد خان د ده تره ورسره… نظامپور لره م (مې) را ووست قصد م (مې) د اټک د نيولو وکړ… په دا مينځ کښ (کې) مهمند بيا واړه مغل لره ورغلل زه حيران شوم.»(4

اېمل خان او دريا خان … د مغلو په وړاندې

کله چې اورنګ زېب د خپل پلار شاه جهان د سياست په وړاندې ودرېد، نو لومړی بريد يې په پښتنو مشرانو وکړ.

ده دخپل زوی شهزاده معظم خان په مشرۍ د اباسین غاړې ته د پښتنو د له مينځه وړلو لپاره ګڼې لښکرې را ولېږلې.

له يوې خوا د پښتنو نايوالی وه او له بلې خوا د دوی د لښکرو بهير وه چې ګڼ شمېر افغانان د مغلي ځواکونو د بريد له امله ووژل شول، چې له سرونو يې لکه د بابر په څېر منارونه جوړ شول.

همدا رنګه په کونړ کې د مغلي ځواکونو، هغه ناوړه عمل چې د يوې ساپۍ ښځې په وړاندې وکړ هم ټول پښتانه دې ته اړ کړل چې د مغلو په وړاندې وسلې ته لاس کړي.

داسې په لسګونې پېښې يادول شو چې پښتانه په خپلو مشرانو راټول شول او د مغلو چارواکو په وړاندې په وسلوال پاڅون لاس پورې کړ.

د اېمل خان په مشرۍ مومندو، شينوارو، باجوړيو او نورو جنګياليو پاڅون وکړ او په «کړپه» کې په مغلي ځواکونو ور پرېوتل، چې په پايله کې د دښمن ځواکونه تالاترغۍ کړل. ورپسې دريا خان اپرېدي په کوهاټ کې د اپرېديو، ورکزيو او نورو قومونو په ملتيا پاڅون وکړ او د اورنګ زېب په پوځونو يې وړوکی قيامت جوړ کړ.

خوشال خان خټک هم د پښتنو د يووالي لپاره را پاڅېد او د خټک والي له وړوکي انګړ نه را ووت او د افغانانو پراخ ډګر ته يې ور ودنګل.

«دا وخت خوشال خټک ته د ازادۍ غوښتونکو پښتنو سترګې وې او د ده ملګري اېمل خان او دريا خان هم لاډېر ډاډه شول او خپلو وطني مجاهدو ته يې نور هم زور ورکړ.»(۴

اېمل خان اودريا خان هم لکه د خوشال خټک په څېر د سيمې بېلابېل قومونه يووالي ته را وبلل او د مغلوالو دښمنانه چلند يې ور په ګوته کړ.

اورنګ زېب پوه شو چې د پښتنو يووالی د هند نيمې وچې ته يو ستر ګواښ دی نو وې غوښتل چې د وسلواو پيسو په زور پښتانه جنګيالي اېل کړي.

نوموړي په ۱۶۷۴ ز کال حسن ابدال ته له يو شمېر جنرالانو سره راغی لومړی يې د اصغر خان اوشجاعت خان په سروالی د پښتنو جنګياليو د ځپلو لپاره پښتونخوا ته يو لوی پوځ ولېږه.

له دې سربېره يو شمېر پښتنو مشرانو ته يې سوغاتونه او جاګيرونه هم ورکړل.

همدا رنګه اورنګ زېب دېته هم غاړه کېښوده، چې کوم کاروانونه له هندوستان نه مينځنۍ اسيا هېوادونو ته ځي د لارې د تېرېدو له امله به د سيمې مېشتو قومونو ته د کال شپږ لکه روپۍ د ماليې په ډول ورکول کېږي.

دغه دود نه يوازې مغلو چارواکو د خپل واک تر پايه وپاله، بلکې انګرېزي ښکېلاک هم په خپل مهال ورته غاړه کېښوده.

ولې اېمل خان سره د دې هم د يوه خپلواک او خپلځواک هېواد د جوړولو په تکل کې و. همدا لامل وو، چې سکه يې په خپل نوم کړه. په لغمان، کونړ، او ننګرهار کې يو د بل پسې ولسي لښکرونه د جنګ ډګر ته را ووتل. مغلي جنرال آغر خان د اېمل خان له لاسه په لغمان کې سخته ماته وخوړه.

د اېمل خان پوځي جوړښت يو دولت ته ورته و. نه يوازې د سيمې تاريخوپوهانو د ده خوځښت يو ملي غورځنګ بللی دی بلکې يو شمېربهرنيو تاريخپوهانوهم د دې يادونه کړې ده، چې موږ د هند د يوه تاريخپوه «سرکار» يادونه کوو، چې دی يې يو اوښيار او ځيرک جنرال بللی دی. سکه يې هم په نوم کړه او د پادشاهۍ اعلان يې هم وکړ.

نه يوازې اېمل خان په هغه مهال کې د اېمل پاچا په نوم يادېده بلکې اوس هم د اېمل بابا د اېمل غازي په نوم د سيمې په پښتنو کې نامتو دی .د «هزار ناو» سيمې اوسېدونکی و او په قوم مومندوو،ولې د ده په ملي غورځنګ کې ټولو قومونو برخه درلود.

دی په ۱۶۱۳ کال زېږېدلی دی.

کله چې اېمل خان او درياخان ګورګاني پوځونه مات کړل، نو د پښتنو په ملي غورځنګ کې يو نوی پړاو پيل شو.

«اېمل خان د خپل ژوند تر پايه پخپل هوډ د شمشاد په څېر ټينګ ولاړ پاتې شوی…

د مغلي لښکرو پرلپسې ماتې او د اېمل خان برياوې… په مغلي دربار کې يو شمېر سوبداران، جنرالان او شهزادګان سرکوزي، ذليله او ترټلي کړل.»(۵)

اېمل خان په ۱۶۸۶ ز کال د کونړ په پشد کې ومړ او په چکنور کې خاورو ته وسپارل شو.

د پښتنو د دغو درې اتلانو په اړه د تاريخ مرصع تاريخي څېړنه په کتاب کې راغلي دي:

«کله چې اېمل خان او دريا خان له دې خبر شول چې خوشال خان نور له مغلو سره ندی. نو دواړو دا پرېکړه وکړه، چې له نوموړي سره وګوري هماغه وو، چې بيا دريا خان له خوشال سره وليدل او د خپلو برياوو نه يې خبر کړ…

خوشال خان ته نه يوازې دريا خان ورغلی و، بلکې تاتار خان، لعل بېک، سعيد خان او خواص توغي هم ننواتې ورغلي وو.»(۶

له دې ليدنې وروسته په نوښار، کوهاټ او نورو سيموکې، د مغلو په وړاندې بريدونه چټک شول.

«د خټک څوانان (ځوانان) اول پرېوتل بيا افرېدي ورننوتل. د مغل، پښتانه قتل عام وشه افرېدي عالم اولجي ۱۹ خستی لا په کوټ کښ جنګ کېده چې دوی را ووتل… عابد خان او قادر خان واړه را سره وو خټکو څوانانو په تبر دروازه ماته کړه ورننوتل… ډېر اولجي د اسونو، اوښانو نقدو جنس وشو په سکوټ کښ (کې) هغه خليل تهانه دار يو څو مهمن زي باره خيل… چې پېژنګلوی وشوه چه پښتانه دی ترحم می پر وکړ.»(۷

درې واړو مشرانو يو د بل پسې د مغلو زور ځواکو په وړاندې په کلکه مبارزه وکړه ولې په پای کې اېمل خان او دریا خان يو د بل پسې د سپېحلي جهاد په لاره کې شهيدان شول.(۸

خوشال خان ختک د دوی په مرګ ډېر خواشينی شو لکه چې ويلي يې دي:

اېمل دريا خان دواړه په ښه رنګ تېر شول په ننګ کې

د دواړو پـه فــــراق کې ځما تـل اه ماتــم دی



[1]  – سنګروال شهسوار د پښتو ادبياتو تاريخ ۱۸۳ مخ.

[2]  – په برټش کتابتون کې د تاريخ مرصع قلمي نسخه ۱۲۴ مخ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب