چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهحکمتیار: ځینې استخباراتي کړۍ هېواد کې د جګړو ته تیاری نیسي

حکمتیار: ځینې استخباراتي کړۍ هېواد کې د جګړو ته تیاری نیسي

تاند ( پنجشنبه، د ثور ۲۳ مه ) د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي، ځینې استخباراتي کړۍ هڅه کوي چې بیا د جګړو لپاره لاره جوړه او جګړې پیل کړي.

هغه په کابل کې د کوچني اختر تر لمانځه وروسته په خپلو خبرو کې وویل چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره یوشمېر کړۍ د کورنۍ جګړې لپاره چمتووالی نیسي.

نوموړي زیاته کړه چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې ناکام شول او پرته له دې چې خپلو ستراتیژيکو اهدافو ته ورسیږي له افغانستانه وځي.

حکمتیار وایي، پرته له دې، چې یو سیاسي ثبات رامنځ ته شي بهرنیان افغانستان همداسې په جګړو کې پریږدي او ځیني کورنۍ او بهرنۍ استخباراتي کړۍ د تازه جګړو لپاره چمتووالی نیسي.

حکمتیار وايي چې دا مهال د کابل په شمول اکثرو ولایتونو کې د ملیشه جوړونې هڅې روانې دي او پر خلکو وسلې ویشل کیږي.

د حزب اسلامي مشر د خپلو خبرو په دوام کې وویل، پرون یې له ولسمشر غني او حامد کرزي سره کتلي او ځیني توافقات رامنځ ته شوي، چې په عملي کېدو سره به یې تر ډېره ستونزه حل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ولسمشر محمد اشرف غني په ارګ کې له ګلبدین حکمتیار او همدا له پخواني ولسمشر حامد کرزې سره ولیدل او د هېواد پر روانو حالاتو یې ورسره خبرې وکړې.

حکمتیار ویلي چې ولسمشر سره لېدنه یې مثبته وه او د ځینو توافقاتو په کولو سره به په هېواد کې حالات مثبت لوري ته لاړ شي.

ولسمشر محمد اشرف غني هم نن وویل چې ډېر ژر به هېوادوال د یو سیاسي توافق له لارې د هوساینې شاهدان و اوسي.

1 COMMENT

  1. دا خو ستاسي د طاغوتي جهاد برکت ده. ايا دغه تا پخپل کتاب پټې طوطيي که نه دي ليکلي وه ضياالحق ريښتني دوست ده. بيا د بل ځال په مرکه کې ويلي د افغانستان په جګړه کې پاکستان ډير تاوان ليدلی د افغانستان په پرتله. ای جهادي دجالانو !!! د هيواد پلورل د مور خور خرڅول دي . تاسي به څنګه د محشر په ورځ د الله ﷻ په حضور څنګه دريږۍ ؟ لکه طاغوتي جهادي او يا به د فرعون له قوم سره ولاړ ياست. هيواد مور تاسي مور خرڅه کړه. ??

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب