چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهجنرال میلر: طالبان عموماً له اوربنده وروسته جګړه لا سختوي

جنرال میلر: طالبان عموماً له اوربنده وروسته جګړه لا سختوي

تاند(پنجشنبه، د ثور۲۳) په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان وايي، په داسې حال کې چې د امریکا او ناټو ځواکونه له افغانستانه په وتلو دي، راتلونکې دوې اوونۍ به خورا حیاتي وي.

ده پر افغان امنیتي ځواکونو ږغ وکړ چې باید د خپل هیواد د امنیت ساتنې لپاره تیار واوسي.

جنرال سکاټ میلر سي بي ایس شبکې ته په مرکه کې وویل، راتلونکې دوې اوونۍ به په افغانستان کې خورا مهمې او حیاتي وي ځکه چې تاریخ ښودلې چې طالبانو له اوربنده وروسته جګړو ته زور ورکړی دی.

د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان زیاته کړه، په وروستۍ یوه میاشت کې طالبانو حملو تر بل هر وخت زیاتې کړي دي، چاودنو او هدفي بریدونو ته یې زور ورکړی دی.

ده وویل چې باید د طالبانو حملو ته ټول تیار واوسي.

جنرال میلر وویل چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو بهیر پیل شوی او طالبانو ته خبرداری ورکوي چې د دوی پر ځواکونو برید ونه کړي.

پیټرایس: د ځواکونو پر ایستلو به پېښمانه شو

له بلې خوا په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو پخواني عمومي قوماندان متقاعده جنرال ډیوید پیترایس یو وار بیا له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر جو بایډن پر پرېکړې نیوکه وکړه.

پیټرایس چې د سي آی اې د ريیس او د سینټکام (د امریکا مرکزي قوماندانۍ) د قوماندان په توګه هم دنده ترسره کړې، پرون (چهارشنبه) فاکس نیوز ته په مرکه کې وویل «زه بېرېږم چې موږ به په دې پرېکړه پښېمانه شو.»

ده په عین حال کې افغان امنیتي ځواکونه وستایل، ویې ویل «دوی خورا کلک دي، دوی په رښتیا چې د ستاینې وړ کارونه کوي، سختې مرګ ژوبلې وراوړي، هیڅوک نه شي ویلی چې افغان امنیتي ځواکونه ښه نه جنګېږي او د خپل هیواد لپاره نه وژل کېږي.»

تر دې مخکې څو نورو پخوانیو امریکايي قوماندانانو او پوځي چارواکو ویلي چې ښايي امریکا مجبوره شي چې د ځواکونو له ایستلو وروسته بیا دې هیواد ته ځواکونه واستوي.

پیترایس د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پکار نه ده چې نور دا بې پایه جنګ پای ته ورسول شي، وویل، اندېښنه یې دا ده چې بې پایه جنګ به پای ته ونه رسېږي بلکې له سره به پیل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب