چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهچین له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو د ګډوډۍ وېره...

چین له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو د ګډوډۍ وېره څرګنده کړه

تاند — د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي روانه اونۍ د منځنۍ اسیا د مشرانو یوې جرګې ته په وینا کې وویل، بیجینګ له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو ملاتړ کوي او دې ته چمتو دی چې په راتلونکي کې د افغانستان د «ثبات او پرمختګ» په برخو کې رول ولوبوي.‌

تر دې څو ورځې مخکې، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چون یینګ د متحده ایالاتو له خوا د ځواکونو د اېستلو په اعلان باندې نیوکه وکړه او ویې ویل، «له دغه اعلان څخه وروسته په ټول هېواد کې یو شمېر چاودنې او بریدونه وشول چې امنیتي وضعیت یې له بد نه بدتر کړ، سوله او ثبات او امنیتي وضعیت یې ګډوډ کړل.»

سي اېن اېن وایي، دغه متناقض بیانونه ښیي چې چین څنګه له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره د فرصتونو د ترلاسه کولو او دې وېرې تر منځ چې ښایي افغانستان کورنۍ جګړې ته لاړ شي، په دوه زړي حالت کې دی.

په ټوله کې چین د بهرنۍ لاسوهنې ملاتړی نه دی، خو د عراق د جنګ پر خلاف چې چین یې ښکاره مخالفت وکړ، چیني مشرانو په ۲۰۰۱ کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړې په لاسلیکولو سره په افغانستان باندې، د طالبانو له خوا القاعدې ته د ځای ورکولو په نامه، په پټه خوله د یرغل ملاتړ وکړ.

روانه اونۍ یوه پوځي چینایي چارپوه سونګ ژونګ پینګ له رسنیو سره په خبرو کې خبرداری ورکړ چې، که طالبان او افغان حکومت په سوله ییزه توګه د یوه نوي حکومت په جوړولو هوکړې ته ورسېږي … بیا هم مونږ باید نورو امکاناتو ته چمتو واوسو.

سي اېن اېن په واشنګټن کې د سټیمسن څېړنیز مرکز د چین د پروګرام رییس یون سون له قوله وایي، چینایی کارپوهان په دې برخه کې سره وېشلي دي چې «آیا له افغانستان څخه د متحده ایالاتو وتل ننګونې رامنځته کوي که فرصتونه».

ویل کیږي چې افغانستان پراخې، ارزښتناکې او لاس نه خوړلې کاني زېرمې لري خو دا ننګوونکې برېښي چې د دغه فرصت د ترلاسه کولو لپاره د حکومت او په جنګ کې د ښکېلو لوریو رضایت ترلاسه شي، وخت به وښيي چې آیا چین به په دې برخه کې بریا ترلاسه کړي که به د لوېدیځو هېوادونو په څېر له ښکېلو لوریو سره ښکر په ښکر شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی