شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeروغتیاد وینې د فشار د کمولو لپاره یې وخورئ

د وینې د فشار د کمولو لپاره یې وخورئ

په طبیعي ډول د وینې فشار لوړه اندازه۱۲۰ یا ۱۲ او ټیټه ۷۰ یا ۷ ده، خو که زیاته شوه، نو باید ژر تر ژره ډاکتر ته مراجعه وشي.

د وینې د فشار نښې دا دي چې سړی بې حاله کېږي، وجود یې ضعیفه کېږي، د زړه ضربان یې بې نظمه کېږي او د ستړیا احساس کوي.

هغوی چې د وینې فشار لري ډاکتر ته له ورتلو وړاندې دې په عامه توګه پخپل غذایي مهالوېش کې اوږه، ټېپر، هېندواڼه، نارنج، کاهو، زیتون، ګازرې، آش، مستې، بادرنګ، لوبیا، انګور او د لمر ګلي زړي شامل کړي.

خو دغه خوراکونه په بېلابېلو وختونو کې خپلې اغېزې لري، که مو د وینې فشار ټیټ و، نو لوبیا وخورﺉ او یا سي ویټامین وکاروﺉ، څو ستاسو د وینې فشار بېرته لوړ شي او نارمل حالت ته ورسېږي.

هغوی چې د وینې فشار لري د میوو له اوبو هم استفاده کولای شي، انګور، الو بالو، زردالو، مڼې، ګیلاس، لیمو او د هېندواڼې اوبه ورته ښې دي.

خو له ځینو خوراکونو باید پرهېز وکړي، چې له ډلې یې مالګه، قهوه، غوښه، شیریني جات، خواږه بادام، رومي، لېړو او سوپ باید له اندازې زیات ونه خوړل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب