چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهپه کندوز کې چاودنې ۲ تنه وژلي او ۱۴ ژوبل کړي

په کندوز کې چاودنې ۲ تنه وژلي او ۱۴ ژوبل کړي

تاند(پنجشنبه، د ثور ۲۳) په داسې حال کې چې نن د اختر په مناسبت اوربند اعلان شوی په کندز او کندهار کې چاودنې شوي دي.

په کندوز ښار کې د ماین په چاودنه کې د یوه ماشوم په ګډون دوه تنه وژل شوي او د ۶ ماشومانو په ګډون ۱۴ تنه نو ملکیان ژوبل شوي دي.

راپورونو له مخې، چاودنه هوايي ډګر ته نژدې د دورې په راګي کې تر غرمې مخکې وشوه.

د کندوز په حوزوي روغتون کې موظف ډاکټر فهیم حسن زاده رسینو ته وویل چې د پيښې له ځای څخه حوزوي روغتون ته دوه مړي او ۱۴ ټپیان روروړل شوي او د یوشمېر ټپیانو حال نازک دی.

د کندوز د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر حسین قرمقل دا وايي چې دا برید طالبانو کړی خو طالبانو تراوسه څه نه دي ویلي.

خو تراوسه پورې وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دې ویلې.

همداراز له کندهار څخه په ورکړای شویو راپورونو کې ویل شوي چې په دې ولایت کې هم چاودنه شوې خو جزییات یې لا څرګند نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب