Homeخبرونهد وارداتي برېښنا پایه په کلکان کې په بمونو والوزول شوه

د وارداتي برېښنا پایه په کلکان کې په بمونو والوزول شوه

تاند(پنجشنبه، د ثور۲۲) له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا یوه ستن یا پایه په کلکان ولسوالي کې په بمونو الوزول شوې ده.

د پروان ولایت د برېښنا شرکت ريیس روح الله ساجد نن وویل، تېره شپه شاوخوا بجې او ۲۰ دقیقې په کلکان ولسوالي کې د وارداتي برېښنا یوه پایه په بمي چاودنه کې ویجاړه شوه.

د ده په وینا له چاودنې وروسته د پلازمېنې په ګډون د اوو ولایتونو برېښنا پرچاو شوه.

تراوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

تر دې یوه ورځ وړاندې د خیرخانې په کوتل کې نامعلومو کسانو د برېښنا دوې ستنې په بمي بریدونو ویجاړې کړې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...