چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهبریتانیا وايي، د ځواکونو له ایستلو وروسته افغان ځواکونه په خپله خاوره...

بریتانیا وايي، د ځواکونو له ایستلو وروسته افغان ځواکونه په خپله خاوره کې روزي

تاند(پنجشنبه، د ثور ۲۳) په افغانستان کې د بریتانیا سفارت وايي، دا هیواد به له افغانستانه د خپلو ځواکونو له ایستلو وروسته هم د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو روزلو ته دوام ورکړي.

د بریتانیا سفارت په یوه خبرپاڼه کې کښلي، لندن به د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ په دوام کې دا ځواکونه په بریتانیا کې وروزي.

په دې خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي چې په سیمه کې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې به له افغانستان او پاکستان سره د بریتانیا همکاري دوام وکړي.

د بریتانیا لوی درستیز د دوشنبې په ورځ د پاکستان له لوی درستیز سره د دوو هیوادونو ترمنځ د همکاریو د زیاتېدو لپاره کابل ته راغی.

د بریتانیا سفارت هم دې موضوع ته اشاره کړې ده.

په کابل کې د بریتانیا سفارت وايي، له افغانستانه د ځواکونو له ایستلو وروسته به بریتانیا د دیپلوماتیکو او انکشافي مرستو له لارې د افغانستان د حکومت ملاتړ وکړي او په دې مرستو کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د افغانستان د دولت د هلوځلو ملاتړ هم شامل دی.

په کابل کې د بریتانیا سفارت په خپله خبرپاڼه کې دا هم ویلي چې بریتانیا په افغانستان کې د افغان وسله والو ځواکونو، دیپلوماتانو او متخصصانو پر روزلو او پرمختګونو ویاړي او د هغوی کارونه په افغانستان کې د سولې او ترهګرۍ د مخنیوي لپاره اساسي بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب