جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+ماته بېړۍ او زورورې څپې

ماته بېړۍ او زورورې څپې

لیکوال: محمد محق

ژباړونکی: ډاکتر محب زغم

له کرکې سره د مقابلې لارې

له کرکې سره د مقابلې لپاره څه کولی شو؟ لومړنی ګام دا دی چې د کرکې په بدۍ وپوهېږو. ټولنه باید دې نتیجې ته ورسېږي چې کرکه اروايي ناروغي ده او د کرکې خپرول لا سخته ناروغي ځکه چې د ټولنې روغ وګړي هم په دې ناروغۍ اخته کوي. تر دې لوی ګامونه هم اخیستلی شو، البته د تعلیم په مرسته، د قانون په مرسته او د عمومي فرهنګ په مرسته.

تعلیمي نظام باید هم د اخلاقو په درسونو کې، هم د اجتماعیاتو په درسونو کې او هم د روزنې په عملي میتودونو شاګردانو ته د کرکې او د کرکې د خپرولو بدۍ او زیانونه ور وپېژني. په کرکې اخته ذهنیتونه باید وننګول شي او باید نقد شي. باید نظري او عملي تمرینونه وي چې د شاګردانو ذهن او اروا له دې ناروغۍ څخه خوندي کړي. له کرکې څخه د ماشومانو او زلمکیو او پېغلوټو د روح پاک ساتل د روزنې یو اصل وي چې په مختلفو تعلیمي پړاوونو کې تکرار شي او دا اصل د هغوی د شخصیت په یوه ژور او ریښه لرونکي ارزښت واوړي.

پر تعلیم سربېره، قانون او قانوني مقررات بل میکانیزم دی چې ټولنه له دې ناروغۍ څخه خوندي کولی شي. په قانون کې کولی شو هم د کرکې او د کرکې د خپرولو واضح تعریف وړاندې کړو چې ابهام یې لرې شي، هم یې څرګند مصداقونه وړاندې کړو، او هم ورسره قانوني چلند په ډاګه کړو. قانونه باید د حقیقي او حقوقي شخصیتونو او وګړو وظیفې ورته څرګندې کړي چې څنګه دې د کرکې له خپرولو څخه ځان وساتي. همدارنګه کرکجنې خبرې او کړنې باید قانوني جرم وګڼل شي. د کرکې مختلف ډولونه لکه دیني، مذهبي، قومي، توکميزه، ژبنیزه، او ان سیاسي او ټولنیزه کرکه باید جلا جلا تعریف شي او د هرې یوې لپاره له هغ زیان سره سم چې ورنه راولاړېږي، جزاګانې وټاکل شي. د کرکې او د کرکې د خپرولو په مقابله کې د قانون صلابت به دا ښکارنده په ټولنه کې ختمه او یا را کمه کړي او ورباندې د ټولنې د اخته کېدو کچه به کمه کړي.

قانون او تعلیم هله په خپل کار کې پوره بریالي کېږي چې فرهنګ هم ورسره لاس ورکړي. فرهنګ د ارزښتونو دروني کول دي. تعلیم او قانون د اخلاقي ارزښتونو لپاره لاره هواروي چې په فرهنګ کې وده وکړي، خو پر دغو دوو سربېره، لا نورې چارې باید ترسره شي. شعر، ادب، داستان، ننداره، فیلم، موسیقي او لیدنیز او تجسمي هنرونه ټول د اخلاقي او انساني ارزښتونو په تقویې او د ټولنې په جوړولو کې خپل خپل نقش لري. د فرهنګ د رغولو دغه شبکه هم د کرکې او هم د نورو ټولنیزو آفاتو په مخنیوي کې حیاتي نقش لرلای شي.

هغه ټولنې چې دا آفتونو یې مهار کړي دي، یوازې یې د ټولنې د رهبرانو په اخلاقي سپارښتنو یا د اخلاقو د معلمانو په نصیحتونو دا کار نه دی کړی. په عمل کې یو لښکر د شاعرانو، ادیبانو، او هنرمندانو په خلاقو او په زړه پورې لارو د داسې اعمالو بدرنګۍ ښودلې دي او ټولنه یې له ککړېدو ساتلې ده. زموږ په ټولنه کې د کرکې او د کرکې د خپرولو په ګډون، د رذایلو د اصلاح او مقابلې لپاره فرهنګي میکانیزمونه تقریباً نشته.

دا چې قانون، تعلیم، او فرهنګ کمزوري وي، داسې فرصتونه برابرېږي چې کارمند په خپل اداري محیط کې، ویناوال په دریځ کې، لیکوال په ټولنیزو شبکو کې، او کله کله تحلیلګر په عمومي رسنیو کې داسې خبرې وکړي چې کرکه خپروي، هغه که قومي کرکه وي، که مذهبي، که دیني کرکه. د کرکې د خپرولو جوتې بېلګې دا دي چې څوک دې له خپلو هم‌توکمو، هم‌ژبو، هم‌مسلکو، هم‌مذهبو … نه بهر کسان بد معرفي کړي.

د دینې کرکې خپرول:

د کرکې د خپرولو په ډولونو کې، ښايي تر ټولو خطرناکه هغه یې د دیني کرکې خپرول وي. وجه یې دا ده چې دا ډول کرکه له قدسي ښکارندې سره غوټه کېږي او د کرکې لپاره د معنوي او اخروي مکافاتو وعده کېږي. د کرکې د خپرولو نور ډولونه په آسانۍ سره د تشخیص د مقابلې وړ دي. څوک چې یوازې خپل توکم تر ټولو غوره توکم ګڼي او نور توکمونه ټیټ او حقیر بولي، پر دې سربېره چې د دې خپلې خبرې لپاره علمي او ادبي تکیه نه لري، په آسانۍ سره یې په وړاندې درېدلی شو او ویلی شو چې د نورو توکمونو وګړي هم انسانان دي، کرامت او شرافت لري، د انساني مدنیت په پرمختګ کې یې ونډه لرلې ده، او داسې نور دلیلونه. خو که څوک یوازې د خپل دین یا مذهب لارویان تر ټولو غوره مخلوق وګڼي او نور خلک یوازې په دې چې د هماغه دین او مذهب په جغرافیا کې نه دي زېږېدلي، له ټولو فضایلو محروم ګڼي، او بیا د فضیلت او رذیلت د دغه وېش لپاره دیني روایتونه راوړي، او په غیب او ماورأ الطبیعت کې ورته دلیلونه لټوي، دا نو داسې پېچلی وضعیت دی چې مقابله ورسره ډېره سخته وي.

څوک چې وغواړي ټولنه له دیني کرکې او د دیني کرکې له خپرولو پاکه کړي، باید وښيي چې ټولې ښېګڼې د یوه دین په لارویانو کې نه دي راټولې شوې، او د نورو دینونو او مذهبونو ټول لارویان ناولي او شرور نه دي. سره له دې چې هغه د خپلې دغې دعوې لپاره غښتلي دلیلونه او قانع کوونکي شواهد وړاندې کولی شي، خو مخکې تر دې چې خبره دلیلونو او شواهدو ته ورسېږي، د کرکې خپروونکي یې په بې دینۍ، زندقې، او انحراف تورنوي.

د دیني کرکې خپرول د دې سبب کېږي چې د نورو دینونو د لارویانو ښېګڼې بېخي ونه وینو، نو د نورو ملتونو د ښو تجربو د استفادې لپاره به هېڅ لاره راته پاتې نه وي. څوک چې په دیني کرکې اخته شي، د نورو دینونو لارویانو ته د خنزیر، سپي، خره، او نورو حیواناتو په سترګه ګوري او هغوی ناولي او چټل ګڼي. په دې لاره نه یوازې دا چې له نورو سره د تفاهم او همکارۍ دروازې بندېږي، بلکې د هغوی پر حقونو د تعرض او د هغوی پر مال او آبرو د تېري لاره هوارېږي.

هغه تبلیغات چې د مذهبي کرکې خپرونې پر اساس کېږي، نه یوازې دا چې بد کار نه ګڼل کېږي، بلکې د دین خدمت، د مقدساتو دفاع، او د ارزښتونو په لاره کې جهاد هم بلل کېږي. د دیني کرکې خپرولو لپاره مالي سرچینې هم په آسانۍ سره پیدا کولی شو، صدقه او تبرع ورته راټولولی شو، غیر انتفاعي موسسې جوړولی شو، ځواکمنې تبلیغاتي دستګاوې تأسیس کړو او د ځان لپاره بې شمېره مخاطبان پیدا کړو.

د قومي او ژبني کرکې خپرول نستباً محدوده دایره لري او ان که د هماغه قوم او ژبې په منځ کې ځینې پلویان هم پیدا کړي، بیا هم ټول خلک یې تر شا نه درېږي، ځکه چې د دې کار بدرنګي ښکاره ده او ان که ټول خلک یې پلوي شي، بیا به هم یوازې د یوه قوم یا ژبې په وګړو پورې محدود پاتې کېږي. بر خلاف، د دیني کرکې خپرول له پولو اوړي او د نړۍ په هر ګوټ کې پلویان لرلی شي. د داعش غړي او پلویان د هېڅ خاص قوم او توکم خلک نه دي، تور او سپین، عرب او عجم، اروپايي او آسیايي، او د دېر ژبو او توکمونو خلک په کې دي.

هغه جنګونه چې د دیني کرکې پر اساس رامنځته کېږي، تر ټولو خطرناکه جنګونه دي ځکه چې قاتل په داسې حال کې قتل کوي چې ګومان کوي خدای ته نژدې کېږي او په جنت کې لوړه مرتبه حاصلوي. په داسې جنګونو کې نه یوازې دا چې څوک خپل وجدان نه ځوروي او څوک پښېمانېږي نه، بلکې د تلقین په وسیله یې وجدان یو مخ مړ کېږي او دا خلک چې هر ډول جنایت وکړي، چورت یې نه وي خراب. دا خلک ان په خپلو جنایتونو فخر کوي او غواړي چې سر لوړي او دنګه غاړه وګرځي او ګومان کوي چې باید د نورو لپاره نمونه مثال وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب