یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد: امریکا او بریتانیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي همکاریو...

خلیلزاد: امریکا او بریتانیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي همکاریو هڅه کوي

تاند (پنجشنبه، د ثور۲۳) د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، امریکا او بریتانیا هڅه کوي چې افغانستان او پاکستان په خپل منځ کې یو امنیتي تړون لاسلیک کړي.

خلیلزاد د جرمني له شپېګل مجلې سره په مرکه کې ویلي، د امریکا او بریتانیا هڅه دا ده چې د افغانستان او پاکستان امنیتي همکارۍ ښې شي او د دواړو ترمنځ د امنیتي تړون د لاسلیکېدو سبب شي.

خلیلزاد پاکستان او افغانستان ته د بریتانیا د لوی درستیز پاتریک کارټر سفر په همدې لړ کې وباله.

ده زیاته کړې «موږ له بریتانیا سره په ګډه سخت کار کوو چې د دوو هیوادونو ترمنځ امنیتي همکارۍ ښې کړو او ګوندي له دې لارې د دوی ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک شي. دا زموږ د سولې د هلوځلو یوه مهمه برخه ده.»

خلیزاد وویل، که په افغانستان کې سوله بریالۍ نه شوه او که د افغانستان او پاکستان ترمنځ موافقه نه وي، پاکستان به زیانمن شي.

«پر پاکستان به تور لګول کېږي ځکه چې د طالبانو اکثره مشران د دغه هیواد په خاوره کې اوسي. د سولې د ناکامۍ معنا دا ده چې د دواړو هیوادونو له لاسه فرصتونه ووتل. د افغانستان او پاکستان مشران په اقتصادي اتصال، سوداګرۍ او پرمختګ کې ګډې ګټې لري. موږ له دواړو او دغه راز منځنۍ اسیا سره د دغو چارو لپاره سخت کار کوو. موږ باور لرو چې په افغانستان کې سوله له دغو چارو سره مرسته کوي.»

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي وویل، د امریکا متحد ایالتونه باور لري چې پاکستان په افغانستان کې مشروع ګټې لري او افغانان باید دا مشروع ګټې ومني او هغه دا دي چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان د دښمنانو له لوري د پاکستان پر ضد ونه کارول شي. په عین وخت کې افغانستان په پاکستان کې ګټه لري چې د پاکستان خاوره باید د افغانستان دښمنو ځواکونو له لوري د افغانستان پر ضد ونه کارول شي. موږ او بریتانیا په دې برخه کې زیات کار کوو.

2 COMMENTS

  1. ښاغلي خليلزاد د ا فغانانو سترګو ته شګي ورشندي، دا ښاغلي خو د د هغو ډلو نوم واخلي چه د افغانستان خاوره دا ۴۸ کاله د پاکستان په ضد کارول شوي وي
    ليکن افغانان خو دا شاهيدان لري کله چه داودخان د افغانستان واګي په لاس کي ونيولي پاکستان له هغه وخته را پد خوا د افغانستان ورانکارو ډلوته لکه ګلبدين حکمتيار او ملا رباني ته پناه ورکړه او د افغانستان په ورانولو کي کومک ور سره کاوو.
    پاکستان د افغانستان د صلح په هکله کوم داسي کار کړي چه دافغانانو اعتبار په پاکي راشي؟
    پا کستان ښکاره طالب روزي اسلحه ورکوي پټ ځايون د پاکي په خاوره کي ورکوي؟
    ښاغلي خليلزلزاده تاسو خپله کله د چه اوباما د رياست په وخت بيکاره واست ښکاره داسي ويل:
    تر څوچه پاکستان په افغانستان کي له لاس وهني لاس وانخلي افغانستان کي ارامي نه راځي.
    تاسو اوس څنګه خپل نظر د پاکستان په هکله بدل کړي.
    په تاسف سره بايد وويل شي چه تاسو شانته افغانانو د شخصي ګټو په په مقابل کي افغانستان خرڅ کړي.

  2. خنزيرزاد حرامي دغه لعنتي له ماشومتوبه غلام حرامي او ابليس زيږدلی. دغه لعنتي د اشرارو پخوانی ژباړونکی د ټولو بدبختيو مخترع ده. تف لعنت په دغه سوډر ????????

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب