شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهولسمشر: موږ له طالبانو تسلیمي نه غواړو، له سیاسي لارې د روان...

ولسمشر: موږ له طالبانو تسلیمي نه غواړو، له سیاسي لارې د روان بحران د حل غوښتونکي یو

تاند ( پنجشنبه، د ثور ۲۳ مه)  افغان ولسمشر محمد اشرف غني په خپله اختریزه وینا کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د سولې لپاره چمتو دی له وخت مخکې ټاکنې ترسره کړي.

هغه وایي، حکومت چمتو ده له وخت وړاندې ټاکنې ترسره کړي، طالبان دې هم راشي سیاسي حل دې غوره کړي.

نوموړي زیاته کړه: (( موږ له طالبانو تسلیمي نه غواړو، له سیاسي لارې د روان بحران د حل غوښتونکي یو.))

ولسمشر د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه چې څو اوونۍ وروسته به ترسره شي، وویل د سولې لپاره یو تاریخي فرصت رامنځته شوی دی.

نوموړي وویل اوس د دې وخت را رسېدلی چې طالبان خلکو ته خپل نیت ښکاره کړي، چې جګړه غواړي او که سوله.

ولسمشر په خپلو خبرو کې وویل چې د پاکستان د پوځ له مشر قمر جاوید باجوه سره يې په ليدنه کې په ډاګه کړه چې افغانستان کې ورته د طالبانو امارت د منلو نه دی.

هغه زیاته کړه چې د پاکستان لوی درستيز راته ورته ویلي چې د طالبانو امارت یې د هېواد په ګټه نه دی.

ده وویل طالبان دې هم راشي سیاسي حل دې غوره کړي.

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې وویل، چې هېوادوال به ډېر ژر د سولې په اړه د ملي ګډون شاهد و اوسي.

د ولسمشر دا خبرې داسې مهال دي چې وسلوالو طالبانو د کوچني اختر په مناسبت هېواد کې درې ورځنی مشروط اوربند اعلان کړی دی.

د اوربند سره سم وړمه ورځ د پاکستان د پوځ مشر قمر جاوېد باجوه او ددې هېواد د اسختباراتو رئیس کابل ته راغلل او دلته یې د افغان چارواکو سره د دواړو هېوادو په دوه اړخیزو اړیکو او سوله خبرې وکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب