شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeروغتیاد مور په نس کې د ماشوم د جنسیت نښې نښانې

د مور په نس کې د ماشوم د جنسیت نښې نښانې

تاند- طبي وسایل د ماشوم جنسیت په شلمه اوونۍ کې مالوموي خو کېدای شي د ځینو نښو نښانو له مخې، چې ساینس یا د طبابت علم یې نه تاییدوي او نه ردوي، په خپل نس کې د ماشوم جنسیت اټکل کړئ.

که مو خوښېږي چې په کیڼ اړخ ویده شئ، ستاسو په نس کې زوی دی او که مو په ښي اړخ څملاستل خوښېږي پوی شئ چې لور لرئ.

که مو زړه زیات بدېږي زیات استفراق یا خوا ګرځي د لور نښه ده.

که مو لاسونه وچ وي، زوی لرئ، که نرم وي نو لور لرئ.

که مو نارنجبابو( ملته، کینو، لیمو..) ته زیات زړه کېږي، لور لرئ.

که مو پر پوستکي دانې – بخار راختلي وي نو غالباً ستاسو په نس کې لور ده.

که د اومیندوارۍ په موده کې خوند احساسوئ، لور لرئ. که بد خویه یاست نو پوی شئ چې زوی لرئ.

که مو مخ چاغ شوی یا پړسېدلی وي، د لور نښه ده.

که مو مالګې ته زیات زړه کېږي، د زوی نښه ده. که یو څه خواږه شیان مو خوښېږي ممکن لور ولرئ.

که مو ښۍ سینه تر چپې لویه وي، لور لرئ مګر که کیڼه سینه مو تر ښۍ لویه وي د زوی توقع ولرئ.

که خورا بد خویه شوي یاست، غالباً لور لرئ.

که ماشوم ټیټ وي زوی دی او که لوړ وي نجلۍ ده.

که ماشوم مو د نس په مخکینۍ برخه کې وي، زوی دی او که په اړخونو کې وي، لور ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب