پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeټولنیزولې خاندو؟

ولې خاندو؟

ډیری څیړونکي باوري دي چې خندا د انسانانو ترمنڅ د نږدې اړیکې او د کښښ د زیاتوالي لامل کیږي. کله چې له چاسره ډیر د آرامۍ او خوښۍ احساس کوئ نو ورسره خاندئ او دغه احساس ورته ښکاره کوئ.

دا چې تاسې نه غواړئ په یوه ډله کې د یواځېتوب احساس ونه کړئ ددې لامل کیږي چې دهغوی له خندا سره وخاندئ او هغوی بدرګه کړئ او په همدې دلیل دی چې خندا خوښوونکې بولي.

که ځیر شوي یاست معمولاً که ستاسې دکورنۍ مشر یا رییس وخاندي تاسې هم خاندئ او دغه په دقیقه توګه هغه حالت دی چې ویل کیږي چې په خندا سره د نورو چلند کنټرولیدلای شي.

د مثال په ډول کله چې تاسې د خطر په وخت کې وخاندئ او ګواښوونکی کس هم وخاندي ترډیره ستونزه حل ده .

یو څیړاندی بیا دانسان خندا د مرغانو له غږونو سره پرتله کوي او باوري دي چې خندا د اړیکې د ټینګولو لپاره د انسان یو طبیعي عکس العمل دی.

نورې څیړنې بیا ښيي چې خندا چې کله په یوه ډله کې وي له هغې خندا ۳۰ ځله زیاته ده چې تاسې یواخې خاندئ مثلاً د ټلویزیون په وړاندې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب