شنبه, اپریل 27, 2024
Homeټولنیزکوم څیزونه خندا راولي؟

کوم څیزونه خندا راولي؟

د نظریې له مخې انسان هغه مهال خاندي چې داسې یو څه واوري یا ګوري چې له عقلي او د ورځنیو پیښو له نظره غیرممکن ښکاري.

ټوکې هغه مهال خندا راولي چې موږ یې له پای ته رسیدلو یوه بله هیله لرو خو بل ډول پای ته ورسیږي کله چې یوه ټوکه پیلیږي زموږ مغز په خپل سرې توګه دهغې د پایلو اټکل کوي اوکله چې یې پای په بشپړه توګه زموږ له اټکل سره مخالف وي نو خندا راولي.

یوه بله نظریه وايي چې موږ هغه مهال خاندو چې د ځینو کسانو حماقت، ناپوهي او یا اشتباهات بیان شي. د برترۍ دغه احساس ددې لامل کیي موږ دخوښۍ احساس کوو او خاندو .

د آرامښت نظریه بیا باوري ده چې انسان خاندي ځکه اړتیا ورته لري چې بدن یې ورځنیو تاوتریخوالوپاک کړي څکه نوخندا د ورځې عصبیتونه تر یوې کچې کمولای شي.

کوم څیزونه خندا نه راولي؟

دلته مهمه موضوع سن دی . ماشومان چې د نړۍ د کشفولو په حال کې وي ښايي ساده ټوکې چې په هغه کې فیل لومړۍ رول ولري یاداسې نور څه ورته په زړه پورې وي ، ځوانان بیا ښايي په هغه ټوکو وخاندي چې د دوی دروزمره ژوند په اړه دي لکه غذا ګانې او ساتیرۍ یاداسې نور .

کله چې لویږي  زموږ افکار او فیزیکي بڼه بدلون مومي ، هرڅومره چې ډیر له نړۍ آشنا کیږو په بیلابیلو مسايلو خاندو لکه دخلکو پّ بدلون او یاداسې نورې.

داچې په کوم هیواد کې په کوم کلتور کې لوی شوي یو هم توپیر کوي ، تاسې که د نورو هیوادونو ټوکې واورۍ ښآيي له سره درته په زړه پورې نه وي چې داهم د کلتورو په بیلوالي پورې اړه لري.

خندا او روغتیا:

موږ ټول پوهیږو چې خندا د ډیرو دردونو لپاره درمل دی ترټولو مهم کار چې درمل ترسره کوي هغه زموږ اعصابو ته د تعادل بخښل دي او همدغه موضوع د ډیرو ناروغیو مخنیوی هم کولای شي.

خندا د سټرس هورمونونه ډیرکموي او دې لامل کیږي چې موږ لږ عصباني شو او د وینې دفشار د لوړیدو مخه هم نیسي.

دغه چاره همدغه راز د پرتئين د سولولونو د پروته تللو لامل کیږي چې زموږ د ناروغۍ په مخنیوي کې ښه رول لرلای شي .

دابه ډیره جالبه وي چې وپوهیږۍ چې ۱۰۰ ځله خندا د ۱۵ دقیقو باسیکل سوارۍ سره برابره ده نو خندا کولای شي چې یو ورزش وبلل شي ، د وینې اکسیجن پورته ځي او دوینې فشار کمیږي.

د ډاکټرانو په وینا ځینې خلک خپل منفي احساسات لکه ډار یا کرکه له ځانه سره ساتي او خندا ددغه احساساتو د ایستلو لپاره یوه لاره ده او په همدې دلیل دی چې ډار شوي خلک معمولاً سینما ته په تللو کې خنداوره فیلمونه خوښوي .

دډيرو خندیدلو لپاره :

–         کوم څیزونه چې تاسې ته جالب دي او یا تاسې خندولای شي ډیر پخپل ورځني ژوند کې وګورۍ او واورۍ .

–         خپل ملګري یوڅه شوخ خلک وټاکۍ.

–         په خپله هڅه وکړئ چې یوڅه خوږ وئ. دخپلو ملګرو خندول ښایی ستاسې لپاره هم ګټه ولري پس له دغه فرصت څخه استفاده وکړئ

ولې هیر نه کړئ چې ګورئ ډیره خنداهم زړه وژني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب