پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeداسې هم شتهخپلې خندا ته ځیر شئ

خپلې خندا ته ځیر شئ

تاند –  دژوند رازونه

دانسان خندا خوښیږي. هر انسان په ورځ کې څه دپاسه ۱۷څلې خاندي او له خندا سره د انسان همدغه مینه ده چې د ټوکو طنز او حتی د کومیډي درامنځه ته کېږي.

خندازموږ لپاره تاندوالی بخښي اوله همدې کبله له خندا سره مینه لرو ، خو جالبه ده چې وپوهیږئ انسان یوازینی موجود دی چې خاندي.

خندیدل پیچلی جوړښت لري چې په عین حال کې کولای شي د ډیرو دردونو درمل واوسي او پوهان اوس هم باوري دي چې خندا د ډیرو ناروغیو لپاره اغیزمنه ده.

خندا څه شی دی؟

خندا له دوه برخو جوړه ده چې یوه یې شکلي حالت دی او بل یې هم صوتي حالت. کله چې موږ خاندو نو مغز د دې کار د کولو یعنې خندلو امر کوي او که سخت وخاندو نو یا په کړس وخاندو د لاس او پښو د خوځښت لپاره هم امر صادریږي.

کله چې خاندو نو د بدن ۱۵ غړي په خوځښت راځي چې تر ټولو مهم یې ستاسې د پاسنیو شونډو حرکت دی.

ستاسې د حلق ماهیچې انقباض مومي او په همدې علت موسالنډه لنډه کېږي.

کله د خندا په سختو حالاتو کې مو له سترګو اوښکې هم بهیږي او په داسې حال کې چې تاسې د خندا د ډیر سختوالي له کبله خوله د ډیر اکسیجن د اخیستلو لپاره خلاصوی او بندوئ مخ مو په اوښکو لوند شي او حتی د څیرې رنګ مو سور اوړي او عجیب غږونه هم له خولې باسئ.

ډیرو څیړونکو تر اوسه هڅه کړې ده چې د خندا له جوړښت څخه ډیر معلومات لاسته راوړي خو ستونزه داده چې د څیړنو په مهال دکسانو خندا ژر پای ته رسیږي.

یو څیړاندي خپلې څیړنې په خندا پورې اړوندې کړې او دې نتیجې ته ورسیده چې ټولې خنداګانې د هاهاهایا هوهوهو له غږونو څخه پیروي کوي او امکان نلري چې څوک وکولای شي د دواړو غږونو په یوځای کولو سره وخاندي.

څیړونکي باوري دي چې دانسان په بدن کې داسې موندونکي شته دي چې خندا تشخیصوي او د هغې د دوام لامل ګرځي. دهغوی په نظر خندا په بشپړه توګه یو اټوماټیک عکس العمل دی. (نوربیا)

الهام جمالزی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب