جمعه, اپریل 26, 2024
Homeروغتیاد کب د غوښې خوړل مو یوازې روغتیا ته ګټه نه لري

د کب د غوښې خوړل مو یوازې روغتیا ته ګټه نه لري

دکبانو خوړل نه یوازې ستاسو دزړه لپاره ګټه لري بلکې  ښایي ستاسو د شخصیت لپاره هم ګټور وي.


رویټرز خبري آژانس د بې سرحده ډاکټرانو دوېبپاڼې په حواله راپور ورکوي چې د امریکا د پیتسبرګ پوهنتون څېړونکو معلومه کړې ده چې په کبانو کې د اومېګا ۳ اسید ډېر دي دغه ماده د مازغو په هغې برخې اغېزه کوي چې له عواطفو سره اړيکه لري.

دغو ډکټرانو لا پخوا موندلې وه هغه کسان چې په وینه کې يې اومېګا ۳ ماده کمه وي، ډېر وخت ژوند ته په  منفي نظرګوري. په داسې حال کې چې هغه کسان چې په وينه کې يې Omega 3 ډېر وي، هغوي له نورو سره په آسانۍ توافق کوي او ډېر لږ تندخويه کېږي .

دغې ډلې پر پنځه پنځوس کسانو څیړنې وکړې اوپه هغوي کې ېې داومېګا ۳ اندازه معلومه کړه او همداراز يې د MRI په مرسته دهغوي په مازغوکې د ایرن رنګې برخې(grey matter) اندازه هم مالومه کړه چې له عواطفو اوخوي سره اړيکه لري، په دې ډول پوه شول هغه کسان چې دهغوي په وینه کې اومېګا ۳ ډېر وي هغوي ډیر لږ تند خویه کیږي اوعاطفي خلک وي. دوی وايي: ښايي داومېګا ۳ له امله دهغوي دمازغو Grey matter برخې ډېره وده کړي وي چې له عواطفو سره ارتباط لري . البته ددې خبرې د سپيناوي لپاره نورو څیړنو ته هم اړتیا شته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب