جمعه, اپریل 26, 2024
Homeروغتیاد بدن دخالونوپه هکله نوې څېړنه څه وايي؟

د بدن دخالونوپه هکله نوې څېړنه څه وايي؟

د لندن د کېنګ کالج محقـقان وايي د چاپه وجود کـې چې څومره ډېرخالونه وي په همغه اندازه هغه خاصې بيالوژيکي نښې لري چې د وجود، د زړېدو بهير ټکنى کوي. د دې ډي ان اې خاص ډول، چې د وجود د زړېدو بهير له شپږو نيولې تر اوو کلونو پورې شاته غورځوي، په هغو کسانو کې چې وجود يې له سلو زيات خالونه ولري ډېرليدل کېږي.

په وجودکې سل خالونه تراوسط زيات دي ځکه چې يوسپين پوستى انسان په متوسط ډول دېرش خالونه لري، که څه هم داسې کسـان شته چې وجود يې تر څلور سوو پورې خالونه لري. اوس پوښتنه دا ده چې ولې يو شمېر کسان په خپل وجود کې لږ خالونه لري او يو شمېر نور زيات؟

همدې څېړونکوپه خپله يوه پخوانۍ څېړنه کې ويلي و چې په وجودکې دخال دلرلواستعداد، ميراثي دى.

د کېنګ کالج محققانو د دې څېړنې لپاره د لسوکالو په ترڅ کې له ١٨ نيولې تر ٧٩ کالو پورې پرن ژدې ١٨٠٠ ښځو مطالعې کړې دي.

د دوى په څېړنو کې ويل شوي دي: په وجود کې د خال د لرلو استعداد، د هغو څو ناروغيو په برخه کې هم صدق کوي چې له زړښت سره ارتباط لري لکه د زړه ناروغۍ ياهم د هډوکو د ورستېدو مرض. خو د کېنګ کالج په مطبوعاتي اعلاميه کې د محققانو د ډلې د مشرې ويروُېنک باتايلي له قوله ويل شوي دي چې د دې کشفياتو دتاييد لپاره نورې څېړنې هم په کار دي.

د خال په برخه کې نظـريات بېلابېل دي، څـوک يې د وجود لپاره مضر ګڼي او څوک يې د ښکلا نښه بولي خو دا هر څه د خال په لويوالي او موقعيت پورې اړه لري. په سلو کې نوي خالونه د سرطان د زېږولو خصوصيت لري او ځکه ډاکټران تل هغو کسانو ته چې په خپله کورنۍ کې د پوستکي د سرطان سابقه لري مشوره ورکوي چې بايد په دوامدار ډول د پوستکي د ډاکټر تر نظر لاندې وي.

له هغو خالو سره چې رنګ اوبڼه يې بدلېږي ډېر احتياط په کاردى او هغه خالونه چې وېښته لري ښايي درد ولري خواکثراً بې ضرره وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب