قاري د طالبي بانډ له ادرسه ابوبکر ته له وارخطايي او زاريو ډک ليک لېږلی.
په هره دويمه خبره کې زارۍ شوې چې د طالبانو صف مه ماتوئ، خو تر پايه پکې دا نه دي ويل شوي چې هلکه که زما خاورې ته راغلې، پښې به دې غوټې درماتې کړم.
په هره خبره کې لافي وهل شوې چې طالب ټوپکيانو دوه شلې هېوادونه مات کړي، خو د ابوبکر اجرتيانو ته د خدای روی نيول شوی چې په طالب دې ډز نه کوي.
په هر پراګراف کې بلنه ورکول شوې چې راشئ په ګډه افغانان راسره ووژنئ، خو تر پايه پکې نه دي ویلي شوي، چې تاسې عراق او شام ونیسئ، د افغان ماشوم وژلو ته يوازې موږ هم کافي يو.
جګړه يوه سپيمه ده، دوه ډلې سپي دي، کورني پردي هم راغواړي، خو شرط يې دا دی چې وار به د دوی د مشر په خوښه ورکول کېږي، لکۍ به د دوی مشر ښوروي.
هې ملا دې ماته سه، له خپلو بېوسو هېوادوالو خو دې داسې سرونه پرې کول، پردی چې دې مخې ته راشي، يا ورته د ښځې پرتوګ واغوندې، يا ورته د خدای روی ونيسې.
دې ته ورته ليک کلونه وړاندې اخوانيانو طالبانو ته لېږلی وو، خو طالب یې پر مرۍ چاړه تېره کړې وه.
النصره داعش ته لېږلی وو، مصري اخوانيانو الجهاد ته لېږلی وو، پاکستاني ملايانو د پاکستان طالبانو ته لېږلی وو، ټول ليکونه سره ورته وو او ځواب يې هم يو ډول ورکول شوی.
تر اوسه چې دغسې ليکونه لېږل شوي، ته وا بوډا خونکار ورته راروان عزاريل ته لېږلي. ته وا په هره کرښه کې يې حلال څاروي وروستۍ لغتې وهلې، ته وا لېږونکې ډلې ليک نه، بلکې وصيت ليکلی.
ډېرو افراطي بانډونو دغه ډول ليکونه لېږلي، خو يوه ډله هم پوه نه شوه چې دغه کار يې ليک نه، بلکې د ځکندن لومړی سلګۍ ده.
تر اوسه هيڅ خونکار بانډ پوه نه شو چې دغه ليک يې دښمن ته د خپلو کمزوريو ورښودلو ليسټ دی.
قاري صاحب! وارخطايي درسره زېب کوي، تل دې همداسې وارخطا غواړم.