د 2015 په می میاشت کې دوه داسې ناروغان زموږ روغتون ته راغلل چې عمرونه یې تر دېرشو کم وو خو د زړه حمله (د مایوکارډ احتشا) ورباندې راغلې وه. د دې ځوانانو په کورنیو کې چا د زړه حمله نه وه تېره کړې، مانا دا چې فامیلي تاریخچه یې منفي وه. سګرېټ یې نه څکول، د لوړ فشار سابقه یې نه درلوده، د شکرې ناروغي او نور ریسک فکټورونه یې نه درلودل. دواړه ورزشکاران (باډي بلډران) وو.
خو، څه چې په دې ځوانۍ کې د دوی زړونه ورخراب کړي وو، د انابولیک سټیروییدونو ناوړه استعمال و.
انابولیک سټیروییدونه هغه هورمونونه دي چې د ټیسټسټیرون په شان عمل کوي. ټسټسټیرون هغه هورمون دی چې په نارمل ډول په خصیو کې جوړېږي او په سړي کې نارینه خواص پیدا کوي. ورزشکاران دا هورمونونه ځکه استعمالوي چې ورسره بدني ځواک یې زیاتېږي، د عضلاتو وده یې چټکېږي او په کم وخت کې یې خپلو ارمانونو ته رسولی شي.
ورزشکاران معمولاً دغه هورمونونه د پیچکارۍ په وسیله اخلي خو ځینې یې ګولۍ خوري یا یې جېل او کریم استعمالوي.
په ټوله نړۍ کې د دې هورمونونو دا ډول استعمال ناقانونه دی او که په ورزشي سیالیو کې د ډوپنګ ټسټ په وسیله څرګنده شي چې چا هورمون اخیستی دی، له مسابقې شړل کېږي. خو ځینې کمپنۍ په ناقانونه توګه داسې هورمونونه تولیدوي چې دغه ټسټ یې په اسانۍ سره نه شي پیدا کولای.
سټیروییدي هورمونونه که د ورزشکار عضلات ژر غټوي او بدني ځواک یې زیاتوي خو ورسره ګڼ زیانونه هم لري چې ځینې یې د دوی ژوند له خطر سره مخ کوي. یو عمده زیان یې د زړه حمله ده. دغه هورمونونه هماغسې چې د بدن نور عضلات غټوي، د زړه عضلات هم غټوي. څومره چې د زړه عضلات غټېږي، هماغومره ډېرې وینې ته اړتیا پیدا کوي خو دا چې د زړه رګونه دا وینه نه شي رسولی نو پر دوی د زړه حمله راځي چې ممکن د مرګ سبب یې شي او که په اوله حمله کې ژوندي هم پاتې شي، زړه یې له ښې ووځي او عمري ستونزې ورته پیدا کوي.
سټیروییدي هورمونونه د وینې پر غوړو بد اثر لري، بد کولسټرول (LDL) زیاتوي او ښه کولسټرول (HDL) کموي. بد کولسټرول د وینې د رګونو د تنګېدو سبب کېږي او رګونه چې تنګ شي، کېدای شي پر ناروغ د زړه حمله یا دماغي سکته راشي.
بل زیان یې دا دی چې پر ینې (ځیګر) منفي تاثیر کوي او ان د ځیګر د عدم کفایې سبب کېدای شي. له دې درملو سره د ځیګر د سرطان د پیدا کېدو چانس زیاتېږي.
دغه هورمونونه د وینې د کلکېدو (لخته کېدو) سبب کېږي. وینه که په هر رګ کې کلکه شي، هماغه رګ بندوي. که یو رګ پوره بند شي، وینه ځنې نه شي تېرېدای او د بدن هر ځای چې دغه رګ ورته وینه ورکوله، له مرګ سره مخ کېږي.
د سټیروییدي هورمونونو په وجه، عضلات بې درکه غټېږي او پر پلو (وتر یا د عضلې په اخر سر کې هغه کلک پړي چې عضلات له هډوکو سره نښلوي) فشار راوړي، دغه فشار کولای شي پلې وشکوي.
د دې هورمونونو زیات استعمال نرانو ته نور تاوانونه هم لري. خوټې (خصیې) یې وړکۍ کوي ځکه چې د ټسټسټیرون نارمل تولید ورسره کمېږي، د سپرم (نرینه هګۍ) شمېر یې کموي او ممکن له اولاده پاتې شي، د سر ویښته یې تویوي، تیونه یې غټوي، پر بدن یې دانې (ځواني دانې) زرغونوي.
که ښځې سټیروییدي هورمونونه وکاروي، پر نورو زیانونو سربېره، نرینه خواص په کې پیدا کېږي، تیونه یې وړوکي کېږي، غږ یې ډډېږي، کلیټوریس (د تناسلي الې د پاسنې برخې زخه) یې غټېږي چې دا بیا عمري همداسې پاتې کېږي. همدرانګه د بدن وازده یې وېلي کېږي او پر بدن یې ویښته راشنه کېږي.
د دې هورمونونو بل زیان دا دی چې د هډوکو وده زیاتوي، خصوصاً د کوپړۍ هډوکي غټېږي، تندی راووځي، غاښونه سره لرې کېږي ځکه چې د زامې هډوکي غټېږي. که د کم عمر ځوانان یا ماشومان چې لا یې طبیعي وده نه وي بشپړه شوې، هورمون واخلي، د هډوکو وده یې ختمېږي او ټیټ پاتې کېږي.
دا چې اکثره وګړي دا هورمون د پیچکارۍ په وسیله اخلي نو کېدای شي په هیپاتیت (تور زېړی)، ایډز او نورو ناروغیو اخته شي. همدرانګه د پیچکارۍ د لګولو ځای کېدای شي میکروبي شي او ګزک وکړي.
سټیروییدي هورمونونه انسان ته رواني ناروغۍ هم پیدا کوي، مزاج یې خرابوي، ځیږ او خشن چلند په کې پیدا کوي، او په هذیان او برسام یې اخته کوي. هذیان یعنې اپلتې ویل او برسام د داسې شیانو ادراک چې هېڅ نشته. مثلاً ناروغ ماران ویني، مختلف غږونه اوري خو په واقعیت کې هېڅ شی هم نه وي.
هغه کسان چې سټیروییدي هورمونونه په دوامداره توګه اخلي، کېدای شي ورسره روږدي شي او که دا درمل ورباندې ودرېږي، ممکن ځینې ستونزې ورته پیدا شي. مثلاً د ناکرارۍ او بې وسۍ احساس، ستوماني، بې اشتهايي، بې خوبۍ، خلق تنګۍ او ژور خپګان احساس کوي او جنسي فعالیت یې کمېږي. تر ټولو خطرناک یې ژور خپګان دی چې کله کله د ځانوژنې سبب کېږي.