چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeکالمونهننګیالاوازې، افواهات، خبر ...؟ شهرت ننګيال

اوازې، افواهات، خبر …؟ شهرت ننګيال

اوازې يو ډول ميډيا ده، لکه يو وخت چې ولسي ادبيات دغسې ميډيا ګرځېدلې وه … په خورا چټکۍ لکه د ځنګل اور خپريږي … کابل او سترو ښارو کې د ټولنيزو رسنيو په مټ اوازې په هماغه شېبه له يوه سر تر بل ځغليدلي وي … خو کليو، اطراف او هغو سيمو کې چې نېټ او ټليفون نشته له يوې مخې د آوازو واکمني ده … لکه ژوند آوازو په ارابو روان دی … آوازې او افواهات د خلکو او حکومتونو تر منځ د واټن او بې باوري په را منځ ته کېدو زور اخلي … دلته شک هغسې بلا ګرځېدلی وي چې ګومان د ايمان زيان نشي ګڼلی …

سرچوک د آوازو له امله مشهور دی، ځينې آوازې چې خوله په خوله ګرځي، که هر څو د منلو نه وي، سترګې نشي ترې پټېدای، ښې، بدې، ګټورې، زيانمنې … سياسي، اقتصادي هر ډول آوازې خپل رول او اغيز لرلی شي …

د آوازو، افواهاتو تر منځ د ويښته په کچه توپير دی … ځکه خو ډېری افواهات اوازې وګرځي او اوازې خبر …؟ وايي خبر هغه نه دی چې سپي سړی وخوړ … خبر هغه دی که سړي سپی خوړلی وي …؟

په عجايب اللغات کې د اوازو او افواهاتو توپير کې راغلي: افواه کې د کذب او اوازو کې د صدق احتمال شته … دغسې د اخبارالامرا حاشيه کاږي : آوازه هغه چې ټولنه کې يې د پېښېدو مخينه – احتمال او شونتيا موجوده وي … له همدې ځايه ده چې آوازو کې د تخيل تومنه ګډه وي … خو افواه خارق العاده هغه ده لکه څوک وايي پسه خبرې کړي، يا غوا غږېدلې … په بله وينا آوازه هغه خبر دی چې رسنۍ يې د خپراوي زړه پښتورګی ونشي لرلی. دلته ده چې  خبر د اوازې په بڼه د خلکو خولو ته لوييږي، البته آوازه کې د مبالغې او افواه کې د غلو عنصر غالب وي. يو وخت کابل کې دغه افواه منګول لګولې وه چې ښځه خره شوې … دومره کلکه چې د هغه وخت لويشت کابل کې نشوای سپينېدای …

بله اوازه د پخواني پاچا د دويم واده وه … د لومړنی هغه شجره او حقيقت لسيزي وروسته عبدالحميد مبارز او د دويمې فدايونس را ويوست … د ښاغلي مبارز په خبره هغه افواه استاد خليلي راپورته کړې وه چې د ولسې جرګې ټاکنو کې سياله ښځينه کانديده کمزورې کړای شي … لومړی چې افواه وه درواغ او دويمه چې آوازه وه رښتيا …

بله له دې هم پخوانۍ يا لرغونې ده … دا چې  اعليحضرت غازي امان الله خان د اروپا سفر کې پېرنګی بدل کړی، د ده په څېره يې بل څوک رالېږلی، هغه دی چې له شرع شريف په ګرځېدو يې له دين مذهب لېرې چارې را اخيستې دي …؟

د هر وخت خپلې اوازې وي، د ثور کودتا وروسته د خلق پرچم اوازې، د مجاهدينو، اخوانيانو اوازې، د جنګسالارانو اوازې، جګړه مار، طالبانو او لېبرال فاشېستانو …

د ثور کودتا وروسته به يې چې د کوم مشهور شخصيت د ژوند ډېوه زندان کې ګل کړه … پاکستان ته به يې د اوښتو اوازه خپره شوه …. ان چې د رژيم رسمي مکتوبو کې هم پاکستان روا نش کو… ” شفر” دود و، د صدراعظم محمد موسي شفيق په اړه همداسې يوه آوازه غزېدلې وه چې له زندان  د اوبو ټانکر کې وتلی دی … اقتصادي آوازې هم شته – پېښور کې يې د چپلکو يوه بريالۍ کارخانه په دغه تور يا آوازه لوخړه کړه چې تله کې د ” محمد” نوم ډېزاين کړی …

د فرنټيرپوست انګريزي ورځپاڼه هم په دغسې اوازه يا تور شين دود شوه … يو وخت دا آوازه خپره وه چې حزب د حکمتيار په بڼه او څېره ( ۹) تنه  برابر کړي ځکه خو يې کي جي بي او خاد په له منځه وړو کې پاتې راغلی … يا دا چې حکمتيار له احمد شاه مسعود غوږ پرې کړی، هغه ده چې له شرمه پکول پر سر کوږ ږدي چې پرې کړی غوږ پټ کړي …

د ” پبو” په اړه مشهوره وه چې د استاد سياف ورور حاجي دوست احمد هورې داسې زندان رغولی چې پيره دار او ساتونکي يې نشته … خو څوک ترې تښتېدلی نشي … وايي يو بندي چې د پيره دار له نه شتون خبر شو … يوه شپه غلی راووت که ګوري رښتيا څوک نشته، ګرځي ګرځي، کرۍ شپه يې ووهله، سهار چې ګوري حاجي دوست احمد ته مخامخ ولاړ دی …

ځينې اوازې حقيقت خيژي … ځينې حقيقتونه د آوازو په بڼه او کچه وغوړيږي چې سرکار له لاسه ځينې اوازې خپروي … دلته اوازې د پروپاګند او تبليغاتو رنګ اخلي ….

دغه اوازې چې ګويا امريکايان طالبانو ته وسلې غورځوي …. يا وسله وال چورلکو کې ليږدول کيږي له پخواني ولسمشر او حکومتي لويانو  ما خپله اوريدلی … چې په بس يا ګاډي کې ناست وې، د بهرنيانو د کتار په تېرېدو به ډېرو په قسم قرآن ويل: ماينونه خپله امريکايان ښخوي … بيا به يې يوه کيسه درته را واخيسته چې ملي اردو ته کوم کوچي ويلي و … وړاندې امريکايانو ماينونه درته کېښودل … ملي اردو چې نشوای منلی، هغه و چې څو وسايط يې والوتل … بيا دا کوچی امريکايانو وويشت … ؟

ډېرې آوازې په زړه پورې راوځي …

نن سبا چې کومه آوازه د تواتر بريد ته رسېدلې دا ده چې د پخواني سرکار يو وزير او د اوسني هر کاره بېله کوم رسمي مقام او چوکۍ د يوه والي ټاکنه کې دوه لکه ډالر نغد سرقلفي اخيستې …

نېغ په نېغه ځکه چې ده خپله يو وخت د دغه ولايت پر سر يو نيم لک ډالر ښندلي … ده چې هغه ولايت د خپل ذواليد يا ملکيت په توګه خپل ميراث کوت، ځکه خو يې د هغه ولايت برخليک خپلواک او کاري صلاحيت پېژانده، څرنګه چې د نارينه (….) په بدل ده، ځکه يې په لومړۍ حمله کې خپل بدل له ګټې سره تر لاسه کړ …

يواځې ګټه نه، چې سود يې هم د هغه ولايت عوايدو کې ۵۳ سلنه ونډه کره کړای شوه …

وايي پک مې لېدلی و، نه ماغزه وتلي … هر شی يو حد لري، خو د ځينو د اختلاس او کمېشن هوس بيخي له چتې وتلی وي … ولسمشر غني وايي د معارف برخه کې شوخي نشي زغملی … که خوشالخان ليسه معارف کې راځي، شوخي پرېږده ګڼکپي او رسوايۍ ته خبره رسېدلې … چې خوشالخان ليسه له معارف لوړ زموږ د تاريخ او ملي جغرافيې او فرهنګ پېژنتابه ګرځېدلی …

د مقام الدين وړاندوينه څرګندوي چې ښاغلي هرکاره، سرکاري مقام ته خپل سفر دومره لنډ کړی چې نن سبا به يو ځل بيا له بار سره د اوښ په بډه وهلو چانس تر لاسه کړي … والله اعلم

که ولسمشر غني تحول ته ژمن پاتې نشو لږ تر لږه تداوم ته خو ژمن پاتې شو … د موبايلو سکنډل په دې دومره نه دی چې د ولسې جرګې استازي مصونيت لري، له هر ډول نيوکو لوړ، غير مسوول او واجب الاحترام دي …

د يادولو ځکه  چې نړۍ کې هره دوسيه يا تور خپل نوم لري، لکه واټرګېټ چې له امله يې کارټر له ولسمشرۍ لاس پرېمينځل … څرنګه چې د موبايل اغېز په خورا چټکۍ خپريږي ځکه خو يې سکېنډل هم له پامه نشي ايستل کېدای، تېر کال يې د دوبۍ يوه مغازه کې ماښام ته د لپ ټاپ د ټغر ټولېدو را ته وويل … ځکه چې نور موبايل پر لپ ټاپ حاوي يا برلاسه شوی … يواځې لپ ټاپ نه چې د کېمرې ګلم يې هم ورټول کړ … ځکه خو موبايل د يويشتمې پېړۍ ګلم جم بللی شو …

د موبايل اغېز او نفوذ يا اثر او رسوخ دومره غوړېدلی چې اوس ودونو کې د زوم کورنۍ ( پوښ کې) په سلګونو موبايلونو اړ بلل کيږي …

آوازې دي بابېزه نه ګڼي، چې په روڼا وي به يې ځان سپين کړي …؟ وايي منګی که مات شو که نه غږ يې ولاړ … سپيناوی داسې دی، لکه خپله لمن پر سر اړوې، له لاسه  باد او هوا ورکوې …

که څه هم ښاغلی هر کاره د څرموښکۍ په دم د مارانو نيولو پخه تجربه لري خو اصلي کمال او زور د پخواني حکومت دی … دا داسې حکومت دی چې په ړنګېدو يې هم زور نه دی ختلی …. ځکه چې ولسمشر غني ما مړ نکړ، لنډی يې کړ … د لنډی مار نېش او زهر خورا خطرناک وي … هغه دی چې له واکه په ليرې کېدو هم د لکونو بډې او کمېشن اخيستی شي …

محترم هاشميان چې د طالبانو له سقوط وروسته کابل ته راغلی و، په يوه ليکنه د کابل له حالاتو کښلی و: ” در کابل مرده حکومت ميکند …” د ده اشاره مرحوم مسعود ته وه چې له مرګ وروسته يې هم لاسليک او امر چلېدای شوای. قاضي صادق الوعدلندنی له ما سره په دې نښتی و، چې ملي هېنداره کې مې احمدشاه مسعود ته مرحوم کښلي … د ده په خبره زه څه سند او ثبوت لرم چې ښاغلی مسعود مرحوم دی …

الغيب عندالله … هيچا د ده قبر نه دی سپړلی چې مرحوم حکم را وباسي …

د دې لپاره چې ځان ترې خلاص کړم ورته وويل: قاضي صاحب زه يواځې خلکو ته ورپه يادوم چې آمر صاحب په حق رسېدلی مړ دی …

اوس به راشو هغه آوازو ته چې له قطر رارسېدلي :…

طالب استازي: اساسي قانون، حکومت خپله چېرې منلی چې له موږ يې غوښتنه کوي، دا حکومت د اساسي قانون له مخې را منځ ته شوی …؟

ښه حکومتولي، شايسته سالاري او د اهليت درناوی دا دی چې زموږ د وخت کلينر د سېنټ مشرتابه ته رسېدلی …؟

د ارګ يو کيلومترۍ کې چې يوه ښځينه په کوم فجيع ډول ووژل شوه، ښځمنو او د بشري حقونو درنښت دي …؟

له ټولنيزو رسنيو سربېره د خلکو او عوامو په کچه دغه خبرې دومره غوړېدلي چې له لوستو تر نالوستو خوله په خوله ګرځي ..

دا که د طالبانو پېغور دی که استدلال، زور او اغيز يې له جګړو او ځانمرګو مثبت پيغام را منځ ته کړی دی …

چې عامه ذهنيت جګړو او ځانمرګو د غندنې او نفرت او پر دغسې پېغور يا استدلال د تائيد مهر لګولی…

له خپل دريځ او داعيې د مرګونو او جګړو په  پرتله، خبرو وړ ټينګار کېدای شی …هغه غوټه چې په لاس پرانيستل کيږي، خولې ته څه اړتيا ده …؟

جګړو او ځانمرګو بريدو کې وحشت دی، خبرو کې د منطق قوت، طالبانو جګړو او ځانمرګو بريدو کې وحشت، خو دې څو ټکو کې د منښت قوت تر لاسه کړ…

په پای کې دا چې ما د بېلابېلو وختونو بېلابېلې آوازې، يا هغه خبرونه چې رسنيو ته نشوای راوتلی خو د خلکو خولو او زړو ته لويدلي راټول او په کتابي بڼه چاپ ته چمتو کړي دي که تاسې له دغسې آوازو اوريدلي وي هيله ده ما سره يې شريکې کړئ …

                درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب