جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهافغان حکومت له هېواده د وتلو سیکانو د بېرته راستنولو هڅه کوي

افغان حکومت له هېواده د وتلو سیکانو د بېرته راستنولو هڅه کوي

تاند ( شنبه، د ثور ۱۸مه) د ولسمشر د دفتر رییس فضل فضلي په ولسي جرګه کې د هندوانو او سیکانو له استازي سره کتلي دي او پر بېلابېلو مسایلو یې خبرې کړې دي.

فضلي په دې لیدنه کې ویلي، چې په دې وروستیو کې شاوخوا ۲۰۰ سیک کورنۍ د ستونزو له امله له هېواد وتلي او په هندکې مېشت شوي، چې د بېرته راګرځولو لپاره یې هڅه روانه ده.

د سرچینې په خبره په وروستیو کې د پرله پسې هڅو په پایله کې شاوخوا دېرش سیک کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوي او هڅه کېږي پاتې کورنۍ هم هېواد ته راوبلل شي.

د افغان حکومت دغه چارواکي همدا راز زیاته کړې، چې د سیکانو او هندوانو د امنیت د تامین او ستونزو د حل لپاره به هر اړخیزه هڅه کېږي.

د افغانستان دغه مذهبي لږه کی له هغه وروسته له هېواد په وتو شو، چې په ننګرهار او کابل کې یې پر مذهبي مراسمو او سیمو بریدونه وشول.

افغان سیکان او هندوان وايي پر ځمکو یې چور ګډ دی، خو څوک یې غږ نه اوري

هغه مهال چې افغانستان کې مېشت اهل هنود اوسیکان له نا امنیو تنګ شول دې ډلې وویلې،چې دې هېواد نه له وتلو پرته بله هېڅ چاره نه لري.

یادې ډلې ویلې، چې ولسمشرمحمد اشرف غني ورسره ډیرې ژمنې وکړې خو یوه یې هم عملي نه کړه.

سیکانو هغه مهال د زورواکو له منګولو د دوی ذ غصب شويو جایدادونو ژغورنه او خوندیتوب د ولسمشر هغه ژمنې یادې کړې وې، چې نه وې عملي شوې.

افغان حکومت داسې مهال تازه د دې ډلې د راګرځولو هڅه کوي، چې اوس هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د دې ډلې ځمکې او جایدادونه د غاصبینو په لاسونو کې دي او دوی يې له حکومت نه د ژغورلو غوښتنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب