جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهافغان سیکان او هندوان وايي پر ځمکو یې چور ګډ دی، خو...

افغان سیکان او هندوان وايي پر ځمکو یې چور ګډ دی، خو څوک یې غږ نه اوري

تاند (شنبه د حوت ۹) افغان هندوان او سیکان ادعا کوي چې لا يې هم د پلرونو او نيکونو پر ځمکو چور ګډ دی او زورور يې له خپلو مېنو په زور شړي او ځمکې يې ورڅخه لاندې کوي.

دوی وايي، دغه مسئله یې څو څو ځلې له حکومتي چاروکیو سره شریکه کړې، خو په دې هکله تر اوسه اقدام نه دی شوی او نه یې چا تر اوسه غم خوړلی دی.

په ولسي جرګه کې د سېکانو استازي نرندر سينګ خالصه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، نه يوازې په کابل، بلکې د افغانستان په بېلا بېلو ولايتونو کې يې ځمکې لاندې شوې دي.

د خالصه په خبره چې بيا بيا يې دغه موضوع په پارلمان کې ياده کړې او له حکومتي چارواکيو سره يې هم شريکه کړې ده، خو چا یې خبرې نه دي اورېدلي.

د نوموړي په وینا، هندوان او سېکان د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې سلګونه زره جريبه ځمکې لري چې له پلرونو او نيکونو ورته پاتې دي، خو اوس يې لويه برخه غصب شوې ده.

هغه زیاتوي، دوی کمزوري خلک دي، نه خپلې پخوانۍ غصب شوې ځمکې بېرته راګرځولی شي او نه هم د نور غصب مخه نیولی شي.

په ولسي جرګه کې د سېکانو دغه استازی وايي، دوی هم ددې وطن اوسېدونکي دي او بايد حکومت يې غږ واوري.

څو ورځې وړاندې د ولسمشر لومړي مرستيال امر الله صالح د سهار د شپږ نیمو بجو په امنیتي ناسته کې ويلي و چې د هندوانو او سېکانو ټولې ځمکې او غصب شوي جایدادونه به خلاصوي او دوی ته به یې بېرته سپاري.

د امرالله صالح په خبره، ځينو زورواکو په خورا بې ‌شرمۍ د وطن د يوه بې ازاره اقليت او وطندوستو افغانانو ځمکې لاندې کړې او جعلي اسناد يې ورته جوړ کړي دي چې ژر به ور څخه واخيستل شي او خپلو څښتنانو ته به يې ورکول شي.

صالح ويلي و، د هندوانو او سيکانو زياتې ځمکې په هغو ځايونو کې غصب شوې دي چې د ځمکې نرخونه يې لوړ وي.

د ولسمشر د لومړي مرستیال په خبره، چې حکومت به ددغو لږکیو غمه وخوري او دوی به یواځې نه پرېږدي.

باید وویل شي چې د امرالله صالح تر ګوتڅنډنې وروسته تر اوسه په دې برخه کې هيڅ نه دي شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب