جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبان: په هلمند او غزني کې مو ۳۲ افغان بندیان ازاد کړل

طالبان: په هلمند او غزني کې مو ۳۲ افغان بندیان ازاد کړل

تاند(شنبه، د ثور ۱۸) طالبان وایي، چې نن ورځ یې ۳۲ تنه نور بندیان هم له بند څخه ازاد کړل.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد نن شنبه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، چې نن ورځ په هلمند اوغزني کې۳۲ تنه امنیتي ځواکونه له بند څخه خوشې شول.

نوموړي زیاته کړې، چې دوی ته نوې جامې او د لارې خرڅ هم ورکړل شوی دی او له هغه وروسته یې خبلو کورنیو ته لېږلي دي.

د یادونې ده چې نن ورځ طالبانو په بغلان ولایت کې په وروستیو جګړو کې نیول شوي ۶۵ افغان سرتېري له خپل بند څخه خوشې کړل.

د طالبانو د نظامي چارو ویاند ذبیح الله مجاهد نن شنبه/ د ثور ۱۸/ پر خپل ټویټر لیکلي چې دغه سرتېري چې اووه تنه یې ټپیان هم و د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د دوی له بند څخه خوشې شول.

نوموړي زیاته کړې چې هر زنداني ته ۵۰۰۰ افغانۍ او یوه یوه جوړه جامې هم ورکړل شوې او خپلو کورنیو ته یې واستول شول.

طالبانو بغلان کې ۶۵ افغان سرتېري خوشې کړل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب