پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد کابل په چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۳۰ ته ورسېد

د کابل په چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۳۰ ته ورسېد

تاند- د کابل په لوېدیځ کې په دشت برچي سیمه کې سیدالشهدا لېسې مخته د بم په چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۰ ته لوړ شو.

د دې پېښې په نتیجه کې اکثره وژل شوي د ۱۱ او ۱۵ کلونو ترمنځ ماشومان دي.

ځینې نور راپورونه وايي چې لږترلږه ۴۰ تنه وژل شوي. د کورنیو چارو وزارت یوې سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې لږترلږه ۴۰ تنه وژل شوي چې اکثره یې د سید الشهدا د نجونو لېسې تنکۍ زده کوونکې دي.

هیڅ ډلې تر اوسه د دې برید مسوولیت منلی نه دی او وسله والو طالبانو ویلي چې دا برید په کلکه غندي.

تر دې پخوا هم طالبانو پر هزاره شیعه ګانو د هیڅ حملې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې د چاودنې ږغ خورا لوړ و.

لا هم د چاودنې د څرنګوالي په اړه چارواکو رسماً څه نه دي ویلي. ځینې شاهدان وايي چې څو چاودنې شوي ځینې نور شک کوي چې راکټي بریدونه به شوي وي.

په کابل کې لږترلږه ۲۵ وژل شوي او ۵۲ ژوبل دي

تاند- د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ښار یوه ښوونځي ته څېرمه په چاودنه کې د وژل ش ویو کسانو شمېر ۲۵ او د ټپیانو تر ۵۰ اوړي.

د دغه وزارت ویندوی طارق ارین رسنیو ته وویل، په ټپیانو کې، چې تراوسه يې شمېر ۵۲ ته رسېدلی، اکصره زده کوونکي دي.

ده د چاودنې د څرنګوالي په اړه څه ونه ویل.

لا هم کره څرګنده نه ده چې یوه یا څو بمي چاودنې وې او که راکټي بریدونه.

پر طبي کارکوونکو برید

له بلې خوا د عامې روغتیا وزارت ویندوی غلام دستګیر نظري وايي، له پېښې وروسته د سیمې پارېدلیو اوسېدونکو پر امبولانسونو او طبي کارکوونکو حمله وکړه او هغوی یې ووهل.

ده په عین حال کې وویل چې ځینو نورو خلکو بیا همکاري وکړه او امبولاسنونه یې پرېښودل چې ټپیان روغتون ته ورسوي. د عامې روغتیا وزارت ویندوی وايي چې روغتونونو ته تراوسه پورې ۴۶ ټپیان وړل شوي دي.

تر دې دمه هیڅ ډلې د دې برید مسوولیت منلی نه دی. پخوا د کابل په لوېدیځ کې د اکثرو حملو مسوولیت داعش سختدریځي ډلې په غاړه اخیستی دی.

ارین: کابل کې چاودنې ۴۷ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند(شنبه، د ثور ۱۸) د کابل ښار په دیارلسمه حوزه کې یوه دولتي ښوونځي ته څېرمه درې پرله پسې چاودنې شوې دي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې پېښه کې لږترلږه ۱۵ وژل شوي او نژړې ۴۰ نور ژوبل شوي دي. چاودنې د نجونو د یوې لیسې مخې ته شوې دي.

 راپورونه وایي چې د پېښې ځای ته په نږدې رغتونونو ته ۲۲ ټپیان وروړل شوي دي.

ځینې سرچینې بیا وایي چې په سیمه کې درې پرله پسې راکېټونه لګېدلي دي، خو په اړه یې رسمي معلومات نشته.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ویلي، چې په پیښه کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۳۵ ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوي تصویرونه هم ښيي چې دې چاودنو ماشومانو او شاوخوا خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په کابل کې چاودنې لږترلږه ۱۰ تنه وژلي

تاند(یکشنبه، د ثور۱۹) د کابل ښار په لوېدیځ کې د یوې لېسې مخته په چاودنه کې لږترلږه ۱۰ تنه وژل شوي اږ لږترلږه ۳۵ نور ژوبل دي.

د کورنیو چارو وزارت چاودنه تاییدوي خو د مرګ ژوبلو په اړه یې څه نه وايي.

شاهدانو تاند ته وویل چې د دشت برچي په سیمه کې د یوې لېسې مخته چاودنه شوې ده.

رویټرز خبري اژانس د نامعلومو افغان چارواکو په قول ویلي چې د کابل ښار د یوه ښوونځي مخته چاودنه شوې ده.

دې اژانس په چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰ او د ټپیانو ۳۵ تنه ښوولی دی. ځینو رسنیو ویلي چې ۱۳ تنه وژل شوي او ۴۰ نور ژوبل دي.

ګومان کېږي چې د پېښې د مرګ ژوبلو په شمېر کې به بدلون راشي.

1 COMMENT

  1. ملا برادره،
    په دې ډول غواړې په دې ولس حکومت وکړې. هغه د پاکستان ګوډاګی حرمونی ذبیح الله مجاهد بېریش چېرې دی چې ددې ماشومانو او د لوګر د زده کوونکو ګناه خلکو ته په ګوته کړي. مخ مو تر دې هم تور او جنم مو ځای. افغان نسل وژنه بنده کړئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب