Homeخبرونهد مکروریانو په شاهین مارکیټ کې اور لګېدلی

د مکروریانو په شاهین مارکیټ کې اور لګېدلی

تاند(شنبه، د ثور۱۸) د پلازمېنې کابل د مکروریانو په شاهین مارکیټ کې نن ماسپښین پراخ اور لګېدلی دی.

تر دې دمه د اور لګېدو علت نه دی څرګند خو د اور لمبې ډېر ژر لسګونو دوکانونو ته خپرې شوي دي.

د دغه مارکیټ په شاوخوا کې هم ګڼ دوکانونه شته چې ډېرې یې د کور د وسایلو دي.

د اور لمبې یوه خصوصي ښوونځي ته هم غځېدلي دي.

په عکسونو کې د جهان عالي لېسه لیدل کېږي چې د اور لمبې ورخپرې شوې دي.

په ښار کې د موټرو بیروبار د دې سبب کېږي چې اطفاییه په وخت د پېښې ځای ته ونه شي رسېدای.

په کابل او د افغانستان په نورو ښارونو کې دا ډول پېښې زیاتې شوې دي او عموماً دا ډول پېښې د بې پروایۍ له کبله رامنځته کېږي.

تېره اوونۍ د کابل په شمال کې (په ۱۷ ناحیه کې) د شکردرې په کاریزمیر کې د تېلو په یوه ټانک کې د اورلګېدو په نتیجه کې لږترلږه ۹ تنه ووژل شول او۱۴ نور سخت ژوبل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...