جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهملي امنیت: یو شمېر دولتي کارکوونکي طالبانو سره په اړیکو جوړولو بوخت...

ملي امنیت: یو شمېر دولتي کارکوونکي طالبانو سره په اړیکو جوړولو بوخت دي

تاند(شنبه، د ثور ۱۸) د ملي امنیت عمومي رییس احمد ضیا سراج وایي، یو شمېر دولتي کارکوونکي طالبانو سره په اړیکو جوړلو بوخت دي.

ښاغلي سراج نن یوې خبري غونډې ته په خبرو کې وویل، دغه کسان دولتي کارمندان دي، چې د کره سندونو پیدا کولو په صورت کې به ورسره قانوني چلند وشي.

سراج دا خبرې داسې مهال کوي چې دوه ورځې وړاندې د نوموړي له قوله په رسنیو کې لیکل شوي وو، چې یو شمېر رسنۍ د طالبانو په ګټه تبلیغات کوي او  دا کار دوی ته د منلو نه دی.

نوموړي دغه خبرې رد کړې او ویې ویل چې له دې خبرو یې هدف همدا د ګوتو په شمېر څو دولتي کارکوونکي دي.

هغه په خپلو خبرو کې د لوګر برید ته په اشارې وویل، چې دغه برید حقاني ډلې کړی او په دې تړاو یې یو کس هم نیولی دی.

سراج زیاته کړه، کله چې لوګر کې مرګ ژوبله ملکیانو ته واوښته القاعده ډلې هم د یاد برید مسوولیت ونه‌مانه.

هغه د وروستیو څو ورځو جګړو په اړه وویل:”د طالبانو ټول زور همدا بریدونه ول چې تېره اوونۍ یې په اوه ولایتونو کې ترسره کړل. په دې موده کې د طالبانو رواني جګړې ټول فعالیت له پاکستان په ځانګړي ډول له کراچۍ رهبري کېدل.”

په ورته وخت کې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي، چې د طالبانو ترمنځ د واک پر سر خپلمنځي اختلافات دومره ډېر شوي چې ساری یې په تېرو شلو کلونو کې نه لیدل کېږي.

محب: د طالبانو ترمنځ د واک پر سر خپلمنځي اختلافات ډېر شوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب