جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeټولنیزد ملا مشک عالم اندړ د مذهبي او قومي نفوذ جاج

د ملا مشک عالم اندړ د مذهبي او قومي نفوذ جاج

د لوی غازی ملامشک عالم اندړ له کتابه

لیکوال: قاضي نجیب الله جامع

ملا مشک عالم اندړ سره له دې چې یو دیني عالم وو، او د همدې مدرسي له دريځه یې د هېوا په لر او بر کې یې دین او وطن ته د چوپړ او ژمنتیا هنګامې د خلګو تر غوږونو رسېدلي وې، ولې له دې ټولو سره  د خپل قوم او چاپېر ولسونو او پرګنو ترمنځ هم د ځانګړې ولسي، قبیلوی او قومي نفوذ او ادرس څښتن وو.

هغه به ډېر مسایل، خوابدۍ، بدۍ او تربګنۍ په جرګو حلولي. پر پښتنې دودونو، وطني بنسټونو او ملي معیارونو یې حساب کاوه. د قامونو او قبیلو ترمنځ د تاریخي نزاکتونو یې خیال ساتل، د افغاني ټولني ځواک یې د وېش او فصل پر ځای پر وصل او د دغه ټولني او ملت ترمنځ د ګنډلو او اوبدلو اړیکو پر ساتلو او غني کولو کې لټول او د وخت د ريښتوني ملي او افغاني نظام مدافع، د ثبات متولي او د حکومت د مراندو د ځواک پر لار کې بیا مجاهد او عسکر وو.

هغه چې د همدغو اصولو پر بنسټ د خپل قام او ټولو افغان پرګنو ترمنځ د قدر وړ وو، په ټولو افغانانو ځانګړې توګه غلځیو کې یې پراخ قومي نفوذ او دیني حیثیت لرل، چې د دې پراخ نفوذ او اغېزې دلیل یې هم د یوه لوی شیخ مریدي او پر ځانګړې ډول په دیني علومو پراخه احاطه وه.

د ملا مشک عالم اندړ دغه محبوبیت او ولسي – مذهبي ملاتړپایله او اغېز هغه وخت د افغان وطن په لر او بر کې لکه د غرونو له ډبرین تل څخه چې د زرو او طلاوو خزانه رابهر کړې، دوست او دښمن ټولو ته څرګنده او په اثبات ورسېده، چې کله یې پر وطن د ننګ او د انګرېزانو په خلاف د ملي جهاد اعلان وکړل. د همدې ولسي نفوذ او مذهبي اغېزې د درک له امله وو چې د غلځیو د جبارخېلو قبیلې لوی خان عصمت الله خان چې د امیرشېرعلي خان حشمت الملک (لوی امین) وو، د ملا مشک عالم اندړ مخلص او مرید وو، هغه چې په کال کې یې ۲۰۰۰ افغانۍ د ملا مشک عالم اندړ علمي او مذهبي مقام ته د درناوي په پاره د نوموړي مدرسې ته ورکولې.

ویل کېږي چې امیر شیر علی خان د ملامشک عالم اندړ او د نوموړې د کورنۍ خورا قدر کاوو او د ملا مشک عالم اندړ قومي نفوذ او مذهبي تبحر ته یې خورا درناوی لرل. د کال په بېلابېلو مواقعو کې به یی خپل حضور ته ورغوښت، مشورې به یې ترې غوښتلي او د نوموړې د وطن په ګټه وړاندېزونو او سپارښتنو څخه به یې هرکلي کاوه.

عصمت الله خان جبارخیل سره له دې  چې لوی خان او د حکومت وزیر وو د ملا مشک عالم اندړ د لیدلو او زیارت کولو  له پاره به د نوموړي کور ته په پلي توګه  تلل او د ملا مشک عالم اندړ روحاني او دیني شخصیت یی د خپل بخت، برکت او بریالیتوب مهم عامل ګڼل.

ویلی کیږی عصمت الله خان جبارخیل چې لوی خان او د امیر شرعلی خان د کابینی وزیر هم وو، ۸۰۰ نوکران یې لرل چې خپله به یی معاش ورکاوو، که به له مقره تر کابله څه پيښیدل نو په ده پورې یی اړه درلوده، د ده د عوایدو یا نقدی معاش کچه د دریو لکو په شاوخواه کې وه.

په غلځیو افغانانو کې د ملا مشک عالم اندړ د نفوذ او اغېزي کچه دومره پراخه وه چې ملا مشکین به د انګریزانو تر یرغل وړاندې اونۍ او میاشتي شلګر کې نه وو او ډېر وخت به یې د قومونو او خیلونو ترمنځ پر جرګو او مرکو تېراوو.

د بېلګې په توګه: یوځل د امیر شېرعلي خان په واکمنۍ کې د کلات د توخو او تره کو ترمنځ د یوه ګډ کارېز پر سر یوه عادې شخړه رامنځته شوه، او دا شخړه د سیمي د بدخواهانو لخوا د شخصي ګټو او د خانانو او ملکانو د ناسالمو سیالیو په ترڅ کې په کم وخت کې پر یوې لویې غوغا او داسې جګړې بدله شوه چې مړي پکې وشو، نو امیر شیرعلی خان د دې چارې د حل لپاره عصمت الله خان جبارخېل کلات ته ولیږل، ولي هغه ونشوای کولای چې د نازکو قومي حساسیتونو له امله د اوبو پر سر راپورته شوی نزاع چې اوس د شخړۍ دواړو لورو ته پر قومی حیثیت اوښتي وله حل کړې، نو کابل ته لاړ او هلته یې امیر شیرعلی خان ته وړاندېز وکړل چې ملا مشک عالم اندړ ته دې واک ورکړې چې د هغه درناوي او محبوبیت له امله چې دغه دوه پرګني يې نوموړې ته لري دا شخړه هرڅومره چې ژر کیږی حل او فصل کړې.

د عصت الله خان جبارخیل له وړاندیز وروسته امیر شیرعلی خان ملا صیب ته یو لیک ولیکه چې په کلات کې د دوو وروڼو قومونو ترمنځ دغه نزاع حل کړه او پردې برخه کې مرکزی حکومت ستا د هرې پرېکړې تر څنګ ولاړ دی.

 ملا مشک عالم اندړ بیا کلات ته ځي او هلته د دواړوو وروڼو قومونو د خبرې مشران او خیر غوښتونکې راټولوي او د جمعې له لمانځه وروسته د کلونو خپګان، تربګنۍ او کینه په ډېره عادلانه او داسي بڼه چې د بلي شخړي او خصومت امکان هم نه وي حل کوي او له هغه وروسته دواړه وروڼه قومونه، د وطن د آزادۍ په ملي غزاکې بیا د ملا صاحب په بلنه او د ملا صاحب ترڅنګ اوږه پر اوږه  برخه اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب