دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+‏احمد ولي هوتک له خپل اروپايي سیال سره لوبه لغوه کړه

‏احمد ولي هوتک له خپل اروپايي سیال سره لوبه لغوه کړه

تاند ( چهارشنبه، د ثور ۱۵مه) د آزادو سیالیو افغان لوبغاړي احمد ولي هوتک له خپل اروپايي سیال سره لوبه لغوه کړه.

نوموړي پر خپل فېسبوک پاڼې لیکلي: «زما ورزشي سلاکارانو او يو شمېر مينه والو دا لوبغاړى زما سره سيالۍ لپاره مناسب و نه باله زه هم د ولس ارادې ته په درناوي اعلان کوم چې له دې سيال سره سيالۍ لغوه کوم.»

ټاکل شوې وه، چې احمد ولي هوتک د روانې مې میاشتې په ۱۴ مه نېټه له خپل اروپايي سیال نائب حزام سره لوبه ترسره کړې وه.

احمدولي هوتک د تمریناتو لپاره ازبکستان ته لاړ

هوتک دې سیالۍ ته د چمتووالي په خاطر تېره ورځ ازبکستان ته تللی دی.

نوموړي په لومړیو کې لیکلي وو، چې سیال یې سيال يې څلوېښت رسمي سيالۍ په مشهورو اروپايي سازمانونو کې ترسره کړي دي.

هوتک داسې مهال د دې سیالۍ د لغوه کېدو خبر ورکوي، چې ډېری هېوادوال او د هوتک مینه وال دې لوبو ته په انتظار وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب