دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپه ۲۰ ولایتونو کې د سختو بارانونو وړاندوینه شوې

په ۲۰ ولایتونو کې د سختو بارانونو وړاندوینه شوې

تاند(چهارشنبه، د ثور۱۶) د افغانستان د هوا پېژندنې اداره د هیواد په ۲۰ ولایتونو کې د شدیدو بارانونو او تالندې وړاندوینه کړې ده.

دې ادارې د نن او سبا (پنجشنبې) لپاره په بدخشان، تخار، سمنګان، کندوز، بغلان، نورستان، کونړ، پنجشېر، کاپیسا، پروان، کابل، میدان وردک، غزني، بامیان، دایکنډي، فاریاب، غور، بلخ، غور، سرپُل، جوزجان ولایتونو او دغه راز شمالي او جنوبي سالنګونو کې د سختو ورښتونو وړاندوینه کړې ده.

نن په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې شدید باران واورېده.

د هوا پېژندنې اداره وايي چې په بېلابېلو ولایتونو کې به له ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو پورې باران واوري.

په همدې منځ کې په بدخشان او هرات ولایتونو کې سیلونو تاوانونه پېښ کړي دي.

د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري رسنیو ته ویلي چې دغو سیلابونو چې په لسو ولسوالیو کې راوتلي، په سلګونو کورونه او په زرګونو جریبه کرنیزه ځمکه یې ویجاړه کړې ده.

د ښاغلي نظري په وینا دغو سیلابونو چې له دوو ورځو راهیسې بهیږي، تر ټولو ډېره ویجاړي په جرم ولسوالۍ کې پېښه کړې ده.

د چارواکو په وینا دغو سیلابونو دغه راز له تېرې ورځې راهیسې د بدخشان ـ کابل لویه لاره هم بنده کړې او د خلاصون لپاره یې هڅې روانې دي.

پر بدخشان سربېره د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم وروستیو سیلابونو خلکو ته زیانونو رسولي دي.

پرون په هرات او غور کې سیلونو لږترلږه ۲۹ تنه مړه کړل.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد د سې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې سېلابونه له پرونه (دوشنبه) په ادرسکن او اوبه ولسوالۍ کې راوتلي او لا هم روان دي.

هغه وویل ۱۲ کسان په ادرسکن او ۱۰ په اوبه کې مړه دي چې اکثر یې ماشومان، ښځې او د زاړه عمر کسان دي.

ښاغلي فرهاد وویل، دې سېلابونو سلګونه هستوګن کورونه وران کړي، سلګونه غوایان او پسونه‌یې ور مړه کړي او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه‌یې لاندې کړې ده.

له بلې خوا په غور کې اووه کسان سېلابونو مړه کړي او تر ۱۵۰ زیات کورونه‌یې وران کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب