دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهخوستوال په خپلو پیسو د ښوونځیو لپاره کتابونه چاپوي

خوستوال په خپلو پیسو د ښوونځیو لپاره کتابونه چاپوي

تاند(چهارشنبه، د ثور۱۶) خوستوالو په یوه بل نادر اقدام کې له مدنیت او پوهې سره خپله مینه ثابته کړه.

د خوست سوداګرو، روڼاندو، مدني فعالانو او حتي دولتي مامورینو د خپل ولایت د ۳۰ زره زده کوونکو د درسي کتابونو د چاپولو لپاره د بسپنې ټولو لپاره یو صندوق پرانیست.

دوی وايي، د پوهنې وزارت له څو کلونو راهیسې ګڼو ښوونځیو ته درسي کتابونه نه ورکوي او له دې کبله د دغه ولایت د زده کوونکو د زده کړې بهیر پڅ شوی دی.

د خوست اوسېدونکو له پېښور څخه د اریانا پوهنتون په انتقالولو کې هم لویه ونډه اخیستې وه.

د افغانستان په بل هیڅ ولایت کې د خوست په شان د پوهنتون لپاره ولس هلې ځلې نه دي کړي.

نن (چهارشنبه) ګڼ شمېر قومي مشرانو، سوداګرو، منورو او مدني فعالانو د پوهنې د ملاتړ لپاره په خوست کې غونډه جوړه کړه او په هغې کې یې اعلان وکړ چې د پوهنې ملاتړ یوازې د دولت نه بللکې د هر افغان وجیبه ده.

دوی وویل چې د ۳۰ زره زده کوونکو د درسي کتابونو د چاپ لپاره ۹۰ لکه افغانیو ته اړتیا ده.

د خوست د پوهنې رئیس نصیراحمد روښان وویل، دوی د خلکو لیوالتیا ته په کتو ډاډه دي چې په اول ګام کې به د ۳۰ زره زده کوونکو لپاره د کتابونو د کمښت ستونزه حل شي.

 د ځدراڼو د ټولنیزې شورا مشر مارک ځدارڼ هم یو له هغو کسانو څخه وو چې د پوهنې د مرستې له صندوق سره يې مالي مرسته وکړه.

ده په غونډه کې وویل: «له معارف سره چې څوک څومره مرسته وکړي، بیا يې هم زه کمه بولم، ځکه تر ټولو لوړ ضرورت موږ تاسې معارف ته لرو، دا د خپل ملک او بچیانو لپاره خدمت دی، دا چې د خوست ولسونه په ټول افغانستان کې په ښه نوم یادیږي، سبب يې دا دی چې د خوست ولسونه په خپل ولس او تعلیم مین خلک دي، دا ځکه مهمه ده چې دې نسل پورې د هېواد راتلونکی تړلی دی.»

د خوست والي تورنجنرال مهمند کټوازي د خوستیانو دا اقدام وستایه او ويې ویل، د کتابونو د چاپ لپاره به د ټولو قشرونو د استازو په حضور کې یو شفاف او روڼ میکانیزم جوړ شي: «له دې کبله چې دا څوکاله کیږي چې کتابونه نه دي راغلي، دا خلک په خپله حاضر شول، چې یو فنډ ورته جوړوو، دوی به خپله اندازه باندې پیسې ورکوي، دا پیسې به هیات ته سپارل کیږي، تر څو هغوی مطبوعو سره وغږیږي او د اړتیا وړ کتابونه چاپ کړي.»

د خوست په حکومتي ښوونځیو کې دا مهال دوه نیم لکه نجونې او هلکان زده کړه کوي، چې له څو کلونو راهیسې دوی ته د ښوونځي کتابونه نه دي ورکړل شوي.

د پوهنې چارواکي په دې ولایت کې د دوه نیم زره ښوونکو او د سلو ښوونځیو لپاره د ودانیو کمښت هم د پوهنې د بهیر پر وړاندې مهمې ننګونې بولي.

تېره اوونۍ د پکتیا د ځاځي اریوب ولسوالي لسګونه ځوانان حاضر شول چې په وړیا ډول ماشومانو ته زده کړه ورکړي.

په دې ولسوالي کې اوس په ښوونځیو کې ۱۸۵ افتخاري ښوونکي په وړیا ډول ښوونیز بهیر پرمخ بیايي چې ورسره په دې ولسوالۍ کې د ښوونکو د کمښت ستونزه تر یوه بریده هواره شوې ده.

دا مهال په پکتیا کې د ۲۵۰۰ ښوونکو کمښت شته چې له دې کبله په مرکز او ولسوالیو کې ښوونیز بهیر له ستونزه سره مخامخ دی.

‘روکیان’ د ځاځي اریوب ولسوالۍ په هاشم خېلو دره کې یوه لېسه ده چې نژدې ۱۳ سوه زده کوونکي لري.

د دې لېسې ښوونکي او زده کوونکي وایي، د ښوونکو د کمښت ستونزه خلکو هواره کړې، خو د درسي خونو، چاردیوالۍ، کتابونو او نورو ښوونیزو توکو د کمښت ستونزه پر ځای پاتې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب