دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهامریکا د ځواکونو د ایستلو لپاره ۶ بي ۵۲ الوتکې قطر ته...

امریکا د ځواکونو د ایستلو لپاره ۶ بي ۵۲ الوتکې قطر ته ولېږلې

تاند(چهارشنبه، د ثور۱۶) د امریکا پوځ نن قطر ته شپږ بي -۵۲ الوتکې ولېږلې چې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو ساتنه وکړي.

دا الوتکې د قطر په العدین هوايي اډه کې ځای پر ځای شوې.

په قطر کې، چې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی، د سیمې لپاره د امریکايي پوځیانو تر ټولو ستره اډه هم شته.

بي ایم ۵۲ هغه الوتکې دي چې په ۲۰۰۱ کال کې یې د طالبانو د رژیم په پرزولو کې مهم رول ولوباوه خو وروسته له دې چې امریکايي پوځیان په افغانستان کې مېشت شوي، د افغانستان په جګړه کې ورڅخه کار نه دی اخیستل شوی.

د امریکايي رسنیو د راپور له مخې، دا شپږ الوتکې د اپریل په ۲۳ او ۲۶ له شمالي ډاکوټا څخه قطر ته والوتې.

وروستۍ دوې د مې په ۴ مه قطر ته ورسېدې.

د امریکايي رسنیو د راپور له مخې، دا بي ۵۲ الوتکې د امریکا د دفاع وزیر لوید اسټن په موافقه قطر ته ولېږل شوې.

امریکايي چارواکي وايي، که څه هم طالبانو تراوسه پورې د دوی پر ځواکونو او اډو کوم برید نه دی کړی خو دا الوتکې یې د احتیاطي تدابیرو لپاره استولي دي.

امریکايي چارواکو طالبانو ته خبرداری ورکړی چې که د دوی د ځواکونو خلاف یې هر راز خوځښت وکړ نو سخت به وځپل شي.

په همدې حال کې طالبانو په څو ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد پراخ بریدونه پیل کړي دي.

راپورونه وايي چې دې ډلې په هلمند کې د خپلو بریدونو په پیل کې یو څه پرمختګ وکړ خو ژر بېرته سخت وځپل شول.

له بلې خوا طالبان په بغلان ولایت کې وتوانېدل چې د بورکې ولسوالي ونیسي. بورکه، که څه هم د کومې مهمې لارې په سر کې نه ده، خو د بغلان هغه ولسوالي ده چې له تخار او کندوز سره پوله لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب